د سوداګرۍ او پانګونې خونه: چین ته د جلغوزو د لېږد ستونزه حل شوې

ارشیف

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي ، چین هېواد ته د جلغوزو د لېږد ستونزې حل شوي دي.

که څه هم له افغانستانه چین ته د جلغوزو د لېږد لړۍ بیا پیل شوې خو ځیني افغان سوداګر وایي، هغه هېواد ته د جلغوزو د لېږد برخه کې د دوی ستونزې نه دي هوارې شوي او دوی له دې امله په لکونه ډالر زیان کړی دی.

دغه سوداګر وایي، که څه هم د جلغوزو د صادراتو لپاره پروازونه پیل شوي خو ډېری ستونزې لا هم نه دي حل شوي، او په خبره یې له زر ټنو زیات جلغوزي په ګودامونو کې پاتې دي.

افغان سوداګر شهزاد ځدران وايي ، چین هېواد ته یې شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ د جلغوزو صادرات کړي خو تر اوسه یې خپلې پیسې نه دی ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: "هغه قرارداد مې چې له چینایانو سره درلود تر شپږ میلیونه افغانیو په کې تاواني شوم، نور سوداګر هم دې ته ورته ستونزو سره مخ دي، موږ چین ته د جلغوزو صادرات وکړل خو د شرکتونو د بندیدو له امله هېڅوک زموږ زنګونو ته ځواب نه وايي چې پیسې مو راکړي."

په خوست ولایت کې د جلغوزو مارکیټ مشر نورګل منګل وایي، د همدې ستونزو له امله په هېواد کې د جلغوزو قیمت په هره کیلو کې ۵۰۰ افغانۍ راټيټ شوی دی.

هغه زیاته کړه: "هغه جلغوزې چې موږ پخوا چین ته لېږلي و د شرکتونو د بندیدو له امله تر اوسه همداسې پاتې دي، له زرو ټنو زیات جلغوزي ګودامونو کې پاتې دي او هغه مو چي لېږلي د هغو پیسې هم تر سوداګرو نه دي رسېدلي."

د ښاغلي منګل په وینا که د حوت یا کب د میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې د جلغوزو د صادراتو ستونزې حل نشي، ټول هغه جلغوزي چې ګودامونو کې پاتې دي د مناسب ځای د نشتون له امله به خراب شي.

دا اندېښنې هغه وخت را پیدا شوې چې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوي په خاطر چین ته د جلغوزو صادارت ودرېدل خو دا لړۍ تېره یکشنبه یو ځل بیا پیل شوه.

د چین او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارده او پنځوس میلیونو دالرو ته رسېږي.

له دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و، چې د کورنیو او چینایي شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو د ادارې د تخنیکي معاونیت په همغږۍ په تېرو پنځو کلونو کې ۶۲ ټنه جلغوزي چین ته لېږدول شوي دي.

د یادې خونې ویاند جان اقا نوید نن شنبې ازادي راډیو ته وویل، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې، حکومتي چارواکو او کابل کې د چین سفیر سره د جلغوزو د صادراتو پر وړاندې پرتې ستونزي شریکې کړي او هغوی یې د ژر هواري ژمنه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید

هغه زیاتوي: "د سوداګرۍ او پانګونې خونې کابل کې د چین سفیر سره د یادو ستونزو په تړاو خبرې کړي دي او له هغوی یې غوښتي چې لږ تر لږه یو چینایي شرکت باید افغانستان سر پرواز پیل کړي هغو هم ژمنه کړي چې د هوایي دهلیز سره د صاداراتو دا ستونزه حل پیدا کړي، خو دا ستونزه د خوستي سوداګرود خبرو په پرتله دومره جدي نه ده، ستونزه لنډمهاله ده، ژر به حل شي، دواړه هېوادونه خپل تدابیر نیسي."

همدا راز ښاغلي نوید زیاته کړه چې د افغان سوداګرو د پیسو د رالېږدولو لپاره دوی له چینایی چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د چین او په چین کې د افغانستان د یو بانک څانګه پرانېستل شي.

راپور: ډیوه نادر