د راډیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې څومره خلک راډیو کاروي؟

دوه افغان وګړي د راډیو د اورېدو پر مهال.

د فبروري ۱۳مه نېټه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې که څه هم له تېرو دوو لسیزو راهیسې تصویري رسنیو او ټولنیزو انټرنټي رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی، خو راډیو لاهم افغانانو په ځانګړي ډول هغوی ته چې له ښارونو بهر اوسېږي د اطلاع‌رسونې په برخه کې یوه مهمه وسیله ده.

د کونړ ولایت اوسېدونکی بابرشاه په خپلو کروندو کې هم راډیو اوري او د دنیا له حاله ځان خبروي: "زه له څو کلونو راهیسې راډیو اورم، زه یو بزګر یم، د افغانستان دې جنګونو او دې حالاتو ته په کتو چې راډیو وانه‌ورم ډېر زیات مې تشویش وي، ټلوېزیون خو پټي ته نه‌راوړل کېږي، نو راډیو اورم او بېخي عمل مې ګرځېدلی."

دوه افغان وګړي د راډیو د اورېدو پر مهال.

د بدخشان ولایت اوسېدونکی محمد شریف او د غزني ولایت اوسېدونکی شیر محمد وايي: "راډیو لا هم د یوې اغېزناکې وسیلې په توګه د خلکو په ځانګړي ډول د کلیو او بانډو په اوسېدونکو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخه‌منه ده."

"نن سبا اخبارونه هم شته، مجلې هم شته، ټلوېزیون هم شته، خو بیا هم زه خپله راډیو اورم، تاسې وینئ چې دا اوس هم راته چالانه ده او خبرونو ته مې غوږ نیولی دی."

د افغانستان له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره، نی وايي په افغانستان کې راډیو ځکه خلک ډېره اوري چې د اطلاع‌رسونې یوه ارزانه وسیله ده او د دې هېواد له نیمايي زیات خلک اطلاعات او معلومات له راډیو څخه ترلاسه کوي.

د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر

د دغه بنسټ اجرائيوي مشر مجیب خلوتګر وايي: "راډیو د اطلاع‌رسونې د یو ارزانه وسیلې په توګه لا هم د افغانستان په خلکو کې له ځانګړي محبوبیت څخه برخه‌منه ده، د یوې سروې له مخې چې یو فرانسوي سازمان کړې د افغانستان له ۷۳ سلنې زیات خلک اطلاعات او معلومات له راډیو څخه ترلاسه کوي."

د ښاغلي خلوتګر په خبره په غرنیو سیمو کې ټلوېزیون سم نه‌نیول کېږي او د برښنا ستونزه هم موجوده ده او انټرنټي رسنیو نه هم استفاده ځکه کمه ده چې هم ټول خلک ورته لاسرسی نه‌لري او هم د افغانستان ډېری اوسېدونکي د سواد له نعمته محروم دي.

د راډیو د اختراع لومړنې هڅې په ۱۸۶۰ میلادي کال کې د سکاټلنډي عالم جېمز مکسیول له‌خوا پیل شوې او نوموړي وموندل چې د غږ څپې موجودې دي، خو په ۱۹۰۲ میلادي کال کې د ایټالیايي عالم ګوګليلمو ماراکونی له‌خوا اختراع شوه.

په کابل کې د ازادي راډیو سټوډیو

ویل کېږي کله چې په ۱۹۰۹ میلادي کال کې د 'اس. اس ریپابلک' بېړۍ په یو ټکر کې زیانمنه او ډوبه شوه، د بېړۍ خدماتي پرسونل د راډیوdي پیغام له لارې د مرستې غوښتنه وکړه چې په نتیجه کې یې له شپږو کسانو پرته د بېړۍ ټوله سپرلۍ وژغورل شوه.

نوموړي ايټالیوي عالم په همدې کال د خپلې دغې اختراع له امله د نوبل جایزه هم وګټله.

په افغانستان کې لومړنۍ راډیو چې فعالیت‌یې پیل کړ، راډیو کابل وه چې په ۱۳۰۷ لمریز کال د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال‌یې خپرونې پیل کړې.

نن سبا راډیو په افغانستان کې موټرو او ګرځنډه ټیلیفونونو کې ډېره اورېدل کېږي.

هڅه مو وکړه په دې اړه چې اوس‌مهال په افغانستان کې څومره راډیوګانې فعاله دي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم ولرو، خو له دوه ورځو پرله‌پسې اړیکو سره سره د دغه وزارت ویاند په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورنه‌کړل.

په افغانستان کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو سټوډیو

خو نی وایي، د هغې سروې له مخې چې دوی د ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې یې کړې ده، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۹۴ راډیوګانې فعاله دي چې ۱۹۳ یې خصوصي او یوه‌یې دولتي ده، خو د دغه بنسټ د مسؤلینو په خبره د راډیوګانو د جوړولو جوازونه ډېر اخیستل شوي.

د فبرورۍ ۱۳مه هر کال د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

کابل کې ټلوېزیون غر، په دغه غر د ګڼو رسنیو انتونه ولاړ دي.

دا ورځ د یونېسکو له‌خوا په ۲۰۱۱ کال کې نومول شوې ده.

یونېسکو د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان دی چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې جوړ شوی او له اهدافو څخه‌یې یو هم د بیا د ازادۍ پیاوړتیا، د رسنیو ازادي او اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی دی.