د ترکیې او روسیې جنجال؛ اردوغان پر مسکو د خلکو د وژنې تور پورې کړ

ارشیف، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ترکیې ولسمشر پر روسیې تور پورې کړی چې د سوریې د حکومت د ملاتړ لپاره خلک وژني.

رجب طیب اردوغان دا خبره پرون د خپل هېواد د پارلمان غونډې ته وکړه او خبرداری یې ورکړ، که چېرته په سوریه کې پر ترکي پوځيانو برید وشي، ترکیه به په هر ځای کې د سوریې پر حکومتي سرتېرو حملې وکړي.

اردوغان وايي: "زه اعلان کوم چې تر دې وروسته، که چېرته زموږ پوځیانو ته ډېر ووړ زیان هم ورسېد، موږ به د سوریې رژیم پوځیان په هر ځای کې چې وي پرته له دې چې د سوچي تړون ته وګورو، وځپو."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

په سوچي کې په ۲۰۱۸ کال کې د سوریې، ترکیې او روسیې له لوري د اوربند تړون لاسلیک شوی و.

د ترکیې ولسمشر په داسې وخت کې دا خبرې کړې دي چې سوریې ته د ترکیې نور ځواکونه رسېدلي دي.

روسیې د ترکیې په ځواب کې ترکان تورن کړي دي چې د سوریې په شمال لوېدیځ ښار ادلب کې یې د ترهګرو پر ځپلو سترګې پټې کړې دي.

ترکیې په وروستیو څو ورځو کې په ادلب کې خپل سنګرونه پیاوړي کړي دي او هلته‌یې نور تجهیزات او پوځیان استولي دي.

د ترکیې دفاع وزیر هلوسي اکار په سوریه کې د خپلو ځواکونو د لیدو پر مهال.

په تېرو ۱۰ ورځو کې په سوریه کې د ترکیې ۱۰ سرتېري وژل شوي او انقره ادعا کوي چې د سوریې د حکومت تر ۱۰۰ ډېر سرتېري یې وژلي دي.

پر روسیې د اردوغان پرونی انتقاد له ۲۰۱۵ کال راپه دې خوا لومړی انتقاد دی چې پر روسیې یې کوي، یعنې له هغه مهال راوروسته چې ترکیې یوه روسي جټ الوتکه په دې پسې وویشته چې د ترکیې فضا ته داخله شوې وه.

رجیب طیب اردوغان د پارلمان غونډې ته دا هم وویل چې د سوریې رژیم د روسیي ځواکونو او ایراني ملېشو په ملاتړ په دوامداره توګه پر ملکیانو بریدونه کوي، عام خلک وژني او وینې بهوي.

ده زیاته کړه چې په سوریه کې د ترکیې د څار لاندې سیمو کې به د بشار الاسد د رژیم د ځواکونو د ایستلو لپاره چې یې څه په وس کې وي دریغ به‌یې نه‌کړي.

مسکو بیا انقره د سوچي له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړې ده. د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وویل، ترکیه د ترهګرو په ځپلو کې ناکامه ده.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو پر مهال.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې د سوریې په ادلب کې د ترکي ځواکونو حضور د دغه ښار وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.