د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

په ادلب او حلب کې د سوریې پوځ د زیات پرمختګ ادعا


ارشیف، په ادلب کې د سوریې رژیم ځواکونه. January 29, 2020
ارشیف، په ادلب کې د سوریې رژیم ځواکونه. January 29, 2020

د سوریې پوځ په ادلب او حلب ښارونو کې د زیات پرمختګ اعلان کړی دی.

دغه پوځ وايي په وروستیو څو ورځو کې یې په ادلب او حلب ښارونو کې د ۶۰۰ کیلومتره په وسعت سیمې نیولي او د لسګونه کلیو او ستراتېژيکو سیمو کنټرول‌یې په لاس کې اخیستی.

د سوریې پوځ پرون په یوه بیان کې ویلي چې په ادلب ښار یې له ختیځ او په حلب یې له جَنوب لورو بریدونه کړي.

دا دواړه ښارونه د سوريې د حکومت ضد ډلو له وروستیو مرکزونو یادېږي.

پوځ ویلي تر هغو عملیات جاري ساتي چې د سوریې ټوله خاوره د حکومتي عسکرو لاس ته نه‌وي لوېدلې.

د سوریې په سراقب سیمه کې د سوريې رژیم ځواکونه
د سوریې په سراقب سیمه کې د سوريې رژیم ځواکونه

د سوریې حکومتي عسکرو په تېره یوه اوونۍ کې د سراقب ښار بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست چې په ادلب کې د وروستي پرمختګ لپاره مهم بلل کېده.

تر سراقب مخکې په جنورۍ میاشت کې معره‌النعمان ښار نیول شوی و.

د سوریې د پوځ له‌خوا بریدونه چې په ځمکنۍ قوا سربېره هوايي ځواک هم ورسره مل دی او د روسیې له همکارۍ برخه‌من دي د لسګونه زره کسانو د بې‌کوره کېدو سبب ګرځېدلي.

عام خلک له خپلو سیمو په تېښته دي او د سوریې او ترکیې سرحدي سیمو ته‌یې ځانونه رسولي. پخوا تر دې هم ګڼ سوریایان له جګړو په تېښته د ترکیې سرحدي ښارونو ته رسېدلي.

د زرګونه کسانو د بې‌کوره کېدو په اړه د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس پرون سخته اندېښنه وښوده او په نړیوالو یې د ادلب له بې‌ځایه شویو سره د مرستې غږ وکړ.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس

هغه پرون د واتیکان په سینت پیتر میدان کې د خپلې اوونیزې دعا پر مهال وویل چې د نړۍ خلک باید د ادلب مسئلې ته پام وکړي: "د سوریې له شمال لوېدیځ په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه دردناکه خبرونه راځي. خلک د تاوتریخوالي د زیاتېدو په سبب تښتېدلي دي. زه له نړیوالې ټولنې او ټولو ښکېلو غاړو بیا غواړم چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په پام له ډیپلوماتیکو چینلونو کار واخلي او د ملکیانو سر او مال خوندي کړي. راځئ په سوریه کې د عزیزانو او شهیدانو لپاره دعا وکړو."

په ادلب او حلب کې د سوریې حکومتي پوځیان داسې وخت پرمختګ کوي چې سوریې، ترکیې او روسیې په جنوري کې په سیمه کې پر یوه اوربند موافقه وکړه.

د سوریې ادلب سیمې ته نږدې ترکي ځواکونه
د سوریې ادلب سیمې ته نږدې ترکي ځواکونه

روسیه او ترکیه د سوریې د کورنۍ جګړې له مختلفو لورو ملاتړ کوي.

په ادلب کې دوشنبه د سوري ځواکونو په بریدونو کې اته ترکي سرتېري وژل شوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره اوونۍ د سوریې حکومتي عسکرو ته خبرداری ورکړ چې د ادلب له امن سیمو ووځي که نه انقره به لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG