د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیوله طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د پام وړ پرمختګ خبره کړې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیوده ته ټیلیفون کړی او له طالبانو سرهیې د سولې په مذاکرو کې د پام وړ پرمختګ یادونه کړې ده.
پومپیوپرون ناوخته هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته په دې اړه جلا جلا زنګونه وهلي.
ښاغلي غني بېګا په خپل ټویټر لیکلي چې پومپیوپه تاوتریخوالي کې د زیات او مداومه کمښت په اړه د طالبانو له وړاندیزه خبر کړی دی.
افغان ولسمشر په خپل دوهم ټوېټ کې لیکلي: "دا د هرکلي وړ پرمختګ دی او خوښ یم چې د سولې په اړه زموږ اصولي دریځ د ثمر ورکولو په حال کې دی، زموږ اساسی هدف د بېمعنی وینې تووینې ختمول دي."
Today, I was pleased to receive a call from @SecPompeo, informing me of the notable progress made in the ongoing peace talks with the Taliban. The Secretary informed me about the Taliban’s proposal with regards to bringing a significant and enduring reduction in violence.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 11, 2020
ولسمشر غني دا ډاډ څرګند کړی چې راتلونکي اقدامات به په داسې شکل اداره شي چې په ټوله کې به د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پرون په خپل ټویټر خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیوله ده سره په ټیلیفوني تماس کې هیلهمندي وښوده چې په تاوتریخوالي کې کمښت او د روانو خبرو پرمختګ به په یوه داسې تړون انجام شي چې د دوامداره سولې د ټینګښت په هدف بینالافغاني خبرو ته لار برابره کړي.
In a phone conversation this evening, U.S. Sec. Of State @SecPompeo expressed optimism that a reduction in violence and progress with current talks could lead to an agreement that would pave the way for intra-Afghan talks leading to durable peace. He also...1/2
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) February 11, 2020
ښاغلي عبدالله په خپل دوهم ټویټ کې لیکلي چې له پومپیوسره په خبرو کې یې د تاوتریخوالي د کمښت په لور په خبرو کې له شوي پرمختګ خوښي وښوده او هیلهیې وښوده چې طالبان د سولې په لوري اړین ګامونه واخلي.
روېټرز اژانس لیکلي د افغان ولسمشر غني وروستي ټویټونه ښيي چې په قطر کې د امریکا-طالبانو په خبرو کې ممکنه پرمختګ رامنځته شوی ځکه مخکې د زیات تاوتریخوالي د کمښت د غوښتنې په خاطر دا خبرې له یوه بن بست سره مخ وې.
امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د تړون یوه مهمه برخه د تاوتریخوالي په ډېر کمښت تړلی بولي.
روېټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا خبرې د تاوتریخوالي د کمښت په جزئیاتو روانې دي.
امریکا په افغانستان کې شااوخوا ۱۳ زره پوځیان لري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې غواړي خپل پوځیان بېرته کورونو ته ستانه کړي.
هغه دا خبره وروستی وار تېره سې شنبه په خپله کلنۍ وینا کې کانګرس ته وکړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د سولې په خبرو کې له شویو پرمختګونو د با خبره مقاماتو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې یو مشروط تړون تأیید کړی چې په اساس بهیې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پيلېږي.
ټرمپ دا تړون په دې مشروط کړی چې د همدې میاشتې په پای کې طالبان د یوې ازمایښتي اووه ورځنۍ دورې په مخه د تاوتریخوالي کمښت ثابته کړي.
د نیویارک ټایمز په راپور کې د یوه بل مهم امریکايي چارواکي په حواله چې نومیې نهدی لیکلی راغلي چې ټرمپ له طالبانو سره د تړون تأیید دوشنبه ورکړ او په هماغه ورځ د دوویر د هوايي ځواک مرکز ته ورغی څو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو جنازې تسلیم شي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت رسنیو ته تأیید کړې چې د همدې اوونۍ په پیل کې شنبه ماښام د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د امریکا دوه پوځیان د افغان ملي اردو په یونیفورم د یوه سمبال بریدګر لهخوا ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د نیویارک ټایمز په راپور کې دا هم راغلي چې که طالبان عملیات پای ته ورسوي تړون به لاسلیک او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به پیلېږي چې په دوام بهیې افغان حکومت او طالبان د خپل هېواد په راتلونکي مستقیمې خبرې پيل کړي.
طالبانو تر اوسه تازه د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه څه تبصره نهده کړې.
د دې ډلې ویاند سهیل شاهین د فبروري په نهمه په خپل ټویټر لیکلي و چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو مرستیال او د سیاسي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر د مذاکراتو په نتایجو او راتلونکو ګامونو بحث وکړ.