کورنیو چارو وزارت: د پولیسو هېڅ امنیتي منصوب نشي کولای رسنیو ته اطلاعات ورکړي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپلې یوې تازه اعلامیه کې ویلي، د پولیسو هېڅ یو امنیتي منصوب نشي کولای له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو تازه اقدام کې خپلو ټولو امنیتي ادارو ته امر کړی چې وروسته له دې له رسنیو او ټولنیزو پاڼو له لارې معلومات نه شي شریکولی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د پولیسو د قانون پر بنسټ له دې وروسته د پولیسو هېڅ یو امنیتي منصوب یا اداره نشي کولای د خپلو، اسنادو، مقرریو، تبدیلو، د ترفیع ګانو، د امنیتي ناستو، د نقیله وسایطو، وسلو، تجهیزاتو انځورونو او د عملیاتو جزئيات د ټولنیزو پاڼو له لارې او یا هم له رسنیو سره شریک کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې هېڅ یو امنیتي منصوب نشي کولای له رسنیو سره د لاسته راوړنو یا د جینایي علمیاتو او یا هم پر مشرتابه انتقادي مرکه وکړي.

د دې اعلامیې په یو برخه کې دا هم ویل شوي چې، د کورنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو او عامه اړیکو لوی ریاست پرته د پولیسو هېڅ یوه اداره رسنیو ته د اطلاع رسنوې په برخه کې مسئوله نه ده.

خو په اعلامیه کې راغلي، چې د اړتیا په صورت کې د پولیسو یو منصوب د سټراټیژیکو او عامه اړیکو ریاست د لارښونې سره سم له رسنیو سره خبرې کولای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې په خبره شوې اعلامیه کې دغه شان ویل شوي چې دغه اقدام رسنیو ته د تیتو او نا منظمه اطلاعاتو د خپرېدو د مخنیو په هدف شوی.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یاد هدف ته په پام سره کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستايي خو وايي، په ولایتونو کې امنیه قوامندان کولای شي په منظم ډول له رسنیو او خبریالانو سره خپل معلومات شریک کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل: "د پولیسو د قانون پر بنسټ مهمه ده چې د پولیسو ځيني مسایل محرم پاتې شي او هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي باید مسولانه اقدام وکړي خو د اطلاع رسونې په برخه کې خنډ نه دی پکار، په ولایتونو کې امنیې قومندان کولای شي په منظم ډول له رسنیو او خبریالانو سره خپلې برنامې ولري او معلومات شریک کړي."

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي وايي، افغان حکومت رسنیو ته د اطلاع رسونې په برخه کې ژمن دی او په دې برخه کې یې لازم اقدامات هم کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمېټه د کورنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه د ر سنیو د قانون خلاف عمل بولي.

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمېټې د عدالت غوښتنې د برخې مسول صدیق الله توحیدي

د دې کمېټې دعدالت غوښتنې برخې مسول صدیق الله توحیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه د رسنیو د قانون خلاف عمل دی، دوی باید وپوهېږي چې رسنۍ اطلاعاتو ته باید لاس رسۍ ولري او دا د دوی مسلم حق دی."

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ یو شمېر رسنیو په یو احتجاجيه غونډه کې په یو شمېر دولتي ادارو انتقاد وکړ چې په خپل وخت اطلاع رسونه نه کوي او دوی د خپلو هبرونو او راپورنو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ وي.

دوی په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.