ارګ: د سولې خبرو راتلونکی ګام د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند عملي طرحې جوړول دي

ارګ

افغان حکومت وايي، د سولې د خبرو اترو راتلونکی ګام به د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند لپاره د یوې عملې طرحې جوړول وي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو یوه پلاوي تېر ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او د قطر د بهرنيو چارو وزیر سره په خبرو کې د سولې مذاکراتو په نتایجو او راتلونکو ګامونو خبرې کړي، ارګ وايي هر کله چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګونه وشي دوی به په جریان کې پرېښودل شي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌‌پال د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۱» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د تاوتریخوالي د ختمېدلو او اوربند په اړه که چېرته د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ کېږي، هغه به له افغان حکومت سره رسماً شریکېږي."

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌‌پال

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه ټویټ کړی او لیکلي چې د دغو خبرو اترو پر مهال د طالبانو په پلاوي کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو.

شاهين ليکلي چې په دې کتنه کې د مذاکرو پر نتايجو او نورو اقداماتو بحث شوى دى، خو په دې اړه‌‌يې نور جزئيات نه‌‌دي ورکړي.

زلمي خليل‌زاد چې د سولې په مذاکرو کې د امريکايي پلاوي مشري کوي، د تېر ماښام د کتنې په اړه څه نه‌‌دي ويلي.

د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي انځور- ارشیف March 12, 2019

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې زلمی خلیل‌زاد هڅه کوي د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند لپاره یوه عملي طرحه جوړه کړي.

انوري زیاته کړه: "په دې ناسته کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند د یوې عملي طرحې د لرلو لپاره له طالبانو سره خبرې شوي، یو بل ګام به همدا وي چې دوی به واقعاً داسې یوه عملي او جامع طرحه له دوی څخه ولري."

خو افغان حکومت تر دې مخکي په اوربند ټينګار کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

دې سره هم‌مهاله پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، د سولې په برخه کې تر اوسه پورې مهم پرمختګونه شوي او دا مهال د تاوتریخوالي د کمېدو، د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره د ځای د مشخص کولو په ګډون په یو شمېر نورو مسایلو هم په جزئیاتو خبرې روانې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خليل‌زاد تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او یو شمېر افغان سياستوالو سره وکتل او د افغان سولې په اړه‌یې ورسره وروستي پرمختګونه او مسایل شریک کړل.

په کابل کې د امريکا سفارت د تېرې اوونۍ د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو: "ښاغلي خلیل‌‌زاد په دغو کتنو کې پر دې ټینګار وکړ چې افغانان باید د ټول‌شموله مذاکراتي ټیم پر تشکیل او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره پر چمتووالي خپل تمرکز ته دوام ورکړي."

که څه هم په دغو مذاکرو کې څو څلې د سولې د هوکړې د وروستي کېدو او د احتمالي لاسلیک په اړه خبرې شوې دي، خو دواړه لوري لا هم نه‌دي توانېدلي داسې کومه هوکړه لاسليک کړي.