روڼتیا څار بنسټ: حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یرغمل کړی

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ غړي په یوه خبري کنفرانس کې.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وایي، د دولت درې‌ګونې قواوې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو کې پاتې راغلي او یو شمېر چارواکي یې له قانون نه ځان پورته ګڼي.

دغه بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پر کړنو هم نیوکه کوي او وايي دغه کمېسیون باید خپلواکه عمل وکړي او د حکومت له حیثیت نه دې د دفاع دریځ نه‌خپلوي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۶» یوه خبري ناسته کې وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون خپلواکه نه‌دی او په یو ډول د حکومت په لاس کې دی.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرائیه مشر سید اکرام افضلي

ښاغلی افضلي زیاتوي: "له بده‌مرغه چې حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د پلي کولو په برخه کې ناغېړي کړې او ان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون‌یې یرغمل کړی دی، خو ځینې ستونزې په دې برخه کې جوړې شوې دي چې له همدې وضعیت نه استفاده وشوه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د حکومت لاس ته ولوېده او خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې راغلې."

د ښاغلي افضلي په خبره، سره له دې چې افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي تر ټولو غوره قانون لري، خو حکومت دغه قانون ته مالي او بشري سرچینې او د سیاسي ملاتړ زمینه نه‌ده برابره کړې.

د روڼتیا د څار بنسټ مسؤلانو په دغې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیتونو پر وړاندې د زیات شمېر رسنیو له اعتراض نه ملاتړ وکړ.

په دې اړه نور: د افغانستان ازادې رسنۍ: حکومت اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان ۳۰ رسنیو د یوې اعتراض‌پاڼې په خپرولو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون یو شمېر ادارې د معلوماتو د ورکړې په برخه کې تر ټولو تړلي بنسټونه یاد کړل.

په ورته وخت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باندې نیوکه وکړه او ویې‌ویل، معلوماتو ته لاسرسی په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ کم شوی دی.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر

ښاغلی خلوتګر زیاتوي: "په ټوله کې د تېر حکومت په پرتله د ملي یووالي په حکومتوالۍ کې اطلاعاتو ته لاسرسی ۵۰ سلنه راکم شوی دی او په ځینو برخو کې خو موږ شاهد یو چې اطلاعاتو ته لاسرسی صفر ته راښکته شوی دی."

له دې سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دې برخه کې ځینې ستونزې مني، خو وایي دا کمېسیون تل خپلواک دی او خپلواکه عمل ترسره کوي.

د دغه کمېسیون مشر عین‌الدین بهادري وایي: "موږ په خپلواکه ډول خپل کارونه ترسره کوو، هغه انګېرنه چې هغوی لري د څه په اساس دا خبرې کوي؟ ځیني محدودیتونه شته، خو شاتګ نه‌دی، پرمختګونه شوي، خو دا پرمختګونه باید زیات او لا جدي کار باید وشي."

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشر عین‌الدین بهادري

تېره ورځ په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر ویلي، پر دوی د معلوماتو د ورکړې په برخه کې د چارواکو په توګه د حکومت له لوري هېڅ ډول محدودیتونه چې له مخې یې اطلاعاتو ته لاسرسی کم کړي، وضع شوي نه دي.