'۲۰۱۹ په افغانستان کې د ملکيانو لپاره خونړی کال'

کابل کې یو روغتیايي کارکوونکی له برید وروسته یو کس روغتون ته لېږدوي. September 17, 2019

د ملکي تلفاتو په اړه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کلنی راپور!

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ۲۰۱۹ میلادي د افغانانو لپاره خونړی کال و.

په دې راپور کې ۲۰۱۹ میلادي کال یو له خونړیو هغو بلل شوی چې په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره نسبت ۲۰۱۸ میلادي کال ته ډېره لوړه ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په دې کال کې ۱۰۷۷۲ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲۸۱۷ تنه وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ټپیان دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۵» د دې راپور د خپرولو پر مهال وویل، تر ډېره ملکي مرګ ژوبله د دې کال په لومړیو ۹ میاشتو کې اوښتې، خو په وروستیو ۳ میاشتو کې بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۸ سلنه راکمه شوې ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال وايي، تېر کال د سولې له هڅو سره، سره د ملکیانو لپاره خونړی و.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري

نعیم نظري زیاته کړه: "۲۰۱۹ میلادي کال د نورو په څېر د ملکي افغانانو لپاره خونړی کال و، په دې کال کې که څه هم د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، ولې بیا یې هم په درې لومړنیو ربعو کې بې‌ساری تاوتریخوالی شوی دی."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په شمېر کې ۲۶۹۶ ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په‌کې ۴۴۵ تنه وژل شوي او ۲۲۵۱ نور ټپیان دي.

دا شمېر د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله ۰،۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي مرګ ژوبلې ۷۱ سلنه مسؤلیت د وسله‌والو طالبانو پر غاړه اچوي، خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا راپور ردوي او وايي، ملکي تلفات د حکومت او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې اوښتي دي.

په دې راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې ۱۴ سلنه مسؤلیت د افغانستان پر حکومت او بهرنیو ملاتړو ځواکونو اچول شوی، ۵ سلنه مسؤلیت د داعش ډلې او د ۹ سلنې مرګ ژوبلې عاملان بیا نامعلومه وسله‌والې ډلې بلل شوې دي.

دغه کمېسیون د پاتې شمېر مسؤل پاکستاني پوځیان بللي چې د دوی په وینا پر کونړ یې راکټي بریدونه کړي دي.

د افغانستان حکومت بیا وايي، د ملکیانو د ژوند خوندیتوب د دوی لپاره تر ټولو مهم کار دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل: "وسله‌وال طالبان بیا هم د ملکي تلفاتو د لویې برخې مسؤلین دي، حکومت په خپله برخه کې یو څه کارونه کړي او نور هم تر لاس لاندې دي چې ملکي تلفات صفر شي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو ډېر شمېر د سړک غاړې د ماینونو له کبله دی.

بل‌خوا بیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اکټوبر تر ۳۱مې پورې ټول‌ټال ۵۴۳۶ تنو ملکیانو ته د روانې جګړې له کبله مرګ ژوبله اوښتې چې په دې شمېر کې ۱۴۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غوڅ ملاتړ د ملکي تلفاتو ډلې د شمېرو له مخې، له یاد شمېر څخه ۵۶ تنو ته (۳۱ وژل شوي او ۲۵ ټپیان) د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د عملیاتو په لړ، ۱۳۳ تنه نور (۵۱ وژل شوي او ۸۲ ټپیان) ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا او ۵۰۲۳ تنه نورو ته (۱۲۶۸ وژل شوي او ۳۷۵۵ ټپیان) د حکومت د مخالفو وسله‌والو ډلو له‌خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غوڅ ملاتړ مأموریت په شمېرو کې همدا راز ویل شوي چې ۲۲۴ تنه ملکیانو ته چې په ډله کې یې (۶۳ وژل شوي او ۱۶۱ ټپیان) شامل دي، د نا پېژانده ډلو له‌خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان هم په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له‌خوا له ۸۰۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدا ډول د بخښنې نړيوال سازمان روانه ميلادي مياشت په یوه راپور کې د يوناما په حواله وویل چې د ٢٠١٩ میلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې په افغانستان کې ٢٥٦٣ ملکيان وژل شوي او ٥٦٧٦ نور ټپيان شوي دي.

د راپور پر اساس تېره جولاى مياشت په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو خونړۍ مياشت ګڼل شوې ده.