د ارمان لوڼي د وژل کېدو په تړاو څېړنې کوم ځای ته رسېدلي؟

ارمان لوڼی

د بلوچستان ايالت په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا (PTM) د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو د کال د پوره کېدو په مناسبت اعتراضيه غونډې شوې دي.

دغه غونډې د بلوچستان د مرکز کوټې، ږوب، قلعه سيف الله، موسى خېلو او دوکۍ په ګډون په بېلابېلو سيمو کې وشوې.

د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ وايي د کال تر بشپړېدو وروسته هم حکومت د قاتلانو په وړاندې اقدام نه دى کړى.

د وړانګې لوڼۍ په خبره حکومت د پوليسو د هغه افسر دندې ته ارتقا ورکړې چې د ارمان په وژنې تورن دى.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له وړانګې لوڼۍ پوښتنه کړې، چې د کال تر بشپړېدو وروسته د حکومت او نورو خپلواکو ادارو پلټنې او تحقيقات کوم ځاى ته ورسېدل؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له وړانګې سره مرکه