افغانستان کې د چین پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي

په لوګر کې د مس عینک کان- Feb. 2.2.2020

په افغانستان کې د چین لویې پروژې په دې وروستیو کې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چین تر اوسه د را ایستنې صنایعو په برخه کې اته سوه میلیونه ډالره پانګونه کړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر متفي وایي، دوی دا مهال د کانونو په سکتور کې له چین سره فعاله تړونونه لري چې د ده په خبره چارې يې ښې پر مخ ځي.

ښاغلي متفي ازادي راډیو ته وویل، چین په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دی او د کانونو برخه کې ښه تخنیکي وړتیا هم لري.

د لوګر د عینکو مس او په سرپل کې د اموسیند د نفتي حوزې د تېلو کیندنه هغه پروژې دي چې چیني کمپنیو یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال تړونونه ګټلي دي.

په لوګر کې د مس عینک کان یوه څنډه

له تېرو څو کلونو راهیسې د دغو دواړو پروژو کارونه په ظاهره په ټپه دریدلي خو د کانونو وزارت بیا وایي، د دغو پروژو د ځنډ لاملونه تخنیکي دي.

دغه وزارت وایي، د عینکو د کان په کیندنه کې د راغلي ځنډ لاملونه دوه دي، لومړی دا چې ګټونکي چینایی شرکت د عینکو مس په تړون کې د بدلون غوښتنه کړې او دویم هم په سیمه کې د تاریخي آثارو کیندنه ده.

له دې سربیره چین افغانستان کې د برېښنا، روغتیا، ټرانسپورت او زیربنا په برخه کې د پانګونې وړې پروژې هم لري.

د افغانستان مالیې وزارت وایي، دوی په افغانستان کې د چین د کره پانګونې ارقام نه لري خو زیاتوي، چین تېرو څلورو کلونو کې افغانستان سره د خپلو کمپنیو له لارې شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته کړې.

چین دا مهال افغانستان کې د پلاستیک او پي وي سي وسایلو له کارخونو سره هم مرسته کوي.

په افغانستان کې شته صنعتي کارخونې هم خپل خام مواد تر ډېره له چینه راوړي، ځکه لنډه لاره ورسره لري او افغانان هم له چینایي توکو سره بلد دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وایي، چین افغانستان کې لویې پانګونې ته لیواله دی خو ادعا کوي، امریکا او هند چې د چین اقتصادي سیالان بلل کیږي، نه غواړي چې چین دغه هېواد کې لویه پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړی خانجان الکوزی

د دغې خونې د مشرتابه غړی خانجان الکوزی وایي، ناامنۍ، د زیربناو نشتون او له چین سره حساسیتونه هغه لاملونه دي چې افغانستان کې یې چینایي پانګونه کمرنګه کړې.

امریکا او هند تراوسه په زغرده نه دي ویلي چې افغانستان کې د چین د پانګونې په اړه کومه ملاحظه لري او که نه؟

د چین، افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونه د درې اړخیزو غونډو یوه لړۍ هم لري چې هلته په کې په سیاسي او اقتصادي همکاریو بحثونه کېږي.

چین د سیمې هېوادونو د نښلولو لپاره د (یوه کمربند یوې لارې) پروژې خبره هم کوي، خو دا تګلاره هم تراوسه د کاغذ پر مخ پاته ده.

په افغانستان کې د چین د پانګونې د کمېدو او د دوی د پانګونې پر وړاندې د حساسیتونو خبره داسې مهال کېږي چې چین له پاکستان او ایران وروسته د افغانستان دریم سوداګریز ملګری بلل کیږي.

د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي چې ډېره برخه یې افغانستان ته د چین واردات جوړوي.