نا امني او طبیعي پېښې په شمال کې لرغونې سیمې او تاریخي آبدې ګواښي

آرشیف

افغانستان په شمال کې لرغونې سیمې او پخوانۍ آبدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او نا امني یې د ساتنې په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.

بلخ، سمنګان او سرپل د افغانستان له هغه شمالي ولایتونو څخه دي چې ډېرې تاریخي سیمې او لرغونې آبدې لري.

د بلخ د ولایتي شورا یو غړی غلام سخي لاله وايي چې د دولت د نه پاملرنې له امله دغه ولایت کې تاریخي سیمې د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي او که د ساتنې د څرنګوالي په اړه یې اقدام ونه شي، ډېر ژر به زیات شمېر لرغونې آبدې او تاریخي ځایونه له تل لپاره نبود شي.

هغه ووېل: " متاسفانه ناامنۍ سبب شوي چې په هغه ولسوالیو کې چې لرغونې سیمې شته، دولت ترې ساتنه ونه شي کړی، دغو سیمو کې لرغونې آبدې او تاریخي ځایونه مرمت کاري او بیا جوړونې ته اړتیا لري چې دولت په کې پاتې راغلی."

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې مرستیال عطا محمد ساهو هم مني چې دغه ولایت کې ګن شمېر تاریخي سیمې او لرغونې آبدې د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.

هغه ووېل چې د امکاناتو د نشتون ترڅنګ نا امنۍ بل هغه ستونزه ده چې دوی یې د تاریخي ځایونو په ساتنه کې له ننګونو سره مخ کړي.

ساهو وايي چې د بلخ بالاحصار، د بهاوالدین ولد خانقاه، د جهان نما باغ او حضرت علي ته د منسوبې روضې زوړ جومات هغه تورستي جاذبې او لرغوني ځایونه دي چې د هرې ورځې په تېردو سره یې د لمنځه تلو خطر زیاتېږي.

هغه زیاته کړه: "د بهاوالدین ولد خانقا (د مولوي کور)، د بلخ بالاحصار، جهان نما بڼ او نورې سیمې په بلخ کې له شدیدو طبیعي ګواښونو سره مخ دي، د امکاناتو د نشتون په خاطر ورته رسېدنه ستونزمنه ده."

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي په هغه ولسوالیو کې کوم چې په کې لرغونې سیمې او تاریخي آبدې شته د وسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد پوځي عملیات پیل شوي.

د سمنګان ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري ادعا کوي چې دغه ولایت کې لرغونې ځایونه د طبیعي ګواښونو سربېره د محلي چارواکو په ملاتړ د زورواکو لخوا د غصب له ستونزې سره مخ دي.

سروري ازادي راډیو ته ووېل چې د تخت رستم د ډبریزې استوپې په لمنو کې شته شنې سیمې د سیمه ییزو زوراکو لخوا ویجاړې شوي او هڅه کېږي چې د دغې لرغوني ځای په حریم کې د استوګنې ښارګوټی جوړ شي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي چې دوی به هېڅ چا ته اجازه ورنکړي چې لرغونې سیمو ته ګواښ پېښ کړي.

په سرپل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر بشیر حقجو وايي چې د ۱۳۹۸ مالي کال په ترځ کې یې دوې مشهورې تاریخې آبدې چې

د عیدګاه جومات او امام کلان زیارت دی، بیا رغولي دي خو لسګونه نورې تاریخي آبدې په کوهستاناتو، صیاد او بلخاب ولسوالیو کې د نا امنۍ له امله د له منځه تلو په حال کې دي، او دوی نشي کولی چې له هغه ساتنه وکړي.

ښاغلي حقجو وویل: "د سرپل بالاحصار، په ګوسفندي ولسوالۍ کې د قهقه کلا، په سنچارک کې د انګشت شاه جاذبه، او د سنچارک بالاحصار او همداسې زیاتې سیمې په بلخاب او صیاد کې د نا امنۍ له وجهې له خطر سره مخ دي او مونږ یې ساتنه نه شو کولی."

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر حقجو

د سرپل د امنیې قومانداني مني هغو ولسوالیو کې چې لرغونې سیمې او تاریخي آبدې شته، په کې د طالبانو حضور پراخ دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلومات پر اساس په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ تاریخي ځایونه او آبدې د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.