طالبان او خلیلزاد قطر کې د سولې هوکړې د لاسلیک پر مراسمو غږېدلي

سهیل شاهین سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر

طالبانو له خلیلزاد سره د سولې هوکړې لاسلیک مراسمو په اړه خبرې کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې د طالبانو استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د هوکړې د لاسلیک او د اړوندو مراسمو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي پرون مازیګر او د چارشنبې په ورځ له امریکايي پلاوي سره ولیدل او ګټورې خبرې یې ورسره کړي.

د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ خبرې د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د ډېسیمبر په ۱۳مه یوه ورځ وروسته له هغه وځنډېدلې چې طالبانو په بګرام کې د نړیوالو ځواکونو پر اډه د برید مسوولیت ومانه.

بل پلو د طالبانو له منځه باخبره سرچینې وايي، طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د موقت اوربند طرح سپارلې ده.

طالبانو یوه سرچینه وايي، دې ډلې د سولې لپاره د موقت اوربند طرحه خلیلزاد ته سپارلې ده

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د طالبانو د سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستي راپور ورکوي چې وايي طالبانو د یوې اونۍ او لسو ورځو ترمنځ د اوربند وړاندیز کړی دی.

ویل کېږي چې د اوربند وړاندیز د چارشنبې په ماښام په قطر کې خلیلزاد ته سپارل شوی.

اسوشیتيدپریس د یو امریکايي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي خبر ورکوي چې د جزییاتو له ورکولو پرته وايي امریکا د دې طرحې د څېړنې په حال کې ده.

طالبانو له دې مخکې له امریکايي چارواکو سره د جګړو د کمولو پر طرحې هوکړه کړې وه خو افغان حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړو کمول معنا نه لري.

د طالبانو له خوا د اوربند د وړاندیز په اړه افغان حکومت تردې دمه څه نه دي ویلي.