نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه وېډیویي تصویرونه تأیید کړي چې ښیي د ایران دوه توغندي پر اوکراینۍ الوتکه لګېږي.
د امنیتي کمرو لهخوا اخیستل شوي دغه تصویرونه چې انلاین خپاره شوي، پهکې لیدل کېږي چې د اوکراین د هوایي شرکت پر مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره له پورته کېدو څو دقیقې وروسته د ایران دوه توغندي لګېږي.
فیلمی جدید از شلیک به #هواپیمای_اوکراینی شلیک دو موشک pic.twitter.com/4K7Nnw5Hsm
— Behnam Gholipour (@beehnam) January 14, 2020
دغه نوې وېډیو چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یې هم کرهوالی تأیید کړی پرون په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګنده شوه.
نیویارک ټایمز ویلي چې دغه توغندي له الوتکې د ۱۳ کیلو مترو په واټن کې د ایران له یوې پوځي اډې توغول شوي او پر الوتکې لګېدلي دي.
په تصویرونو کې ښکاري چې هېڅ یوه توغندي دغه الوتکه چې اور یې اخیستی او بېرته د تهران د هوایي ډګر پر لوري راګرځېدلې، سمدستي نهده رانسکوره کړې.
دغه وېډیو لومړی د یوه ایراني لهخوا په یوټیوب کې ایښودل شوې وه.
اعتراض کوونکي پر ایراني چارواکو په دې خاطر په غصه دي چې د دغې الوتکې تر غورځېدو وروسته درې ورځې یې خلکو ته سم معلومات نهو ورکړي.
ایراني چارواکو وروسته له هغې چې له مختلفو لورو په دې اړه چې دغه الوتکه د ایران په توغندي نسکوره شوې، څرګندونې وشوې، د تېرې شنبې په ورځ دا ومنله چې هغه سهواً د یوه توغندي په ذریعه نسکوره شوې ده.
د ایراني چارواکو له دې اعتراف راهیسې د تهران او د ایران په یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو اعتراضونو ته مخه کړې چې د راپورونو له مخې په تهران کې یې تر ډېره د ایران امنیتي ځواکونو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې کړي او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.
د ټولنیزو شبکو لهخوا پرون په نویو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې اعتراض کوونکي ماښام مهال د تهران په پوهنتونونو کې راټول دي او د محصلینو او بسیج ملېشو ترمنځ اخوډب روان دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغې الوتکې د نسکورېدو د پېښې د څېړلو لپاره د یوې ځانګړې محکمې غوښتنه کړې ده.
روحاني دغهراز نن د ملي وحدت غوښتنه وکړه او ویېویل چې د هوايي ځواکونو هغه چارواکي چې د دې پېښې مسئول دي باید بخښنه وغواړي.
په عین حال کې د ایران د قضائیه ادارې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون د لومړي ځل لپاره د دې پېښې په تړاو د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ، خو په دې اړهیې نور جزئیات ورنهکړل.
هغه دومره وویل چې پراخې پلټنې پیل شوي او یو شمېر کسان نیول شوي دي.
د ایران د قضائیه ادارې ویاند دغهراز د شاوخوا ۳۰ معترضانو د نیول کېدو خبر هم ورکړ.
د اوکراین د هوایي شرکت دغه مسافر وړونکې الوتکه په هغه ورځ راوغورځېده چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دېره اډو د ایران د میزایلو تر برید وروسته د دې هېواد د هوایي مدافعې ځواکونه د تیارسی په حال کې وو.
ایران کاناډا او اوکراین ته بلنه ورکړې چې د دې پېښې په څېړلو کې برخه واخلي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د کاناډایي متخصصینو یو ټیم چې له مخکې تهران ته رسېدلی، د سې شنبې په ورځیې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې ځای وکوت.
په دې پېښه کې ۸۲ ایرانیان، ۵۷ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۳ افغانان، ۱۰ سویډنیان او ۳ بریتانویان چې ډېرو یې د سویډن او جرمني دوهګونی تابعیت درلود، ووژل شول.