ايران وايي اوکراينۍ الوتکه د ايران په توغندي نه ده لګېدلې

د الوتکې ټوټې

ايران د لوېديځ هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې په کې ويل شوي د اوکراين هوايي شرکت الوتکه د ايران په ميزاييل نسکوره شوې ده.

تېره چهارشنبه تهران ته نږدې دغه الوتکه تر الوتنې وروسته نسکوره شوه چې په نتيجه کې يې د لسو افغانانو په ګډون يو سل او شپږ اويا کسان مړه شول.

د پېښې د علت معلومولو لپاره د الوتکې پر ټوټو د ايران او اوکراين له خوا تحقيقات روان دي.

که څه هم د امريکا متحدو ايالتونو، بريتانيا او کاناډا رهبرانو ويلي چې استخباراتي معلومات ښيي چې د ايران د هوايي مدافع د ځواک ويجاړوونکې سهوه، د الوتکې د نسکورېدو سبب شوه.

خو د ايران د هوايي چلن ادارې مشر علي عابدزاده نن په يوه کنفرانس کې وويل:

”قطعاً کوم توغندى پر الوتکې نه دى لګېدلى. دا چې په الوتکه کې د اورلګېدو علت څه و، دا موضوع تعقيبېږي.“

د عابدزاده تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې تهران د اوکراين تحقيق کوونکو ته اجازه ورکړه چې د الوتکې ټوټې وګوري.

ايران دغه راز بوينګ شرکت او د امريکا د حوادثو د څېړلو ادارې ته بلنه ورکړې، چې د دې الوتکې د نسکورېدو د قضيې په څېړنه کې همکاري وکړي.