دفاع وزارت وايي د هوايي ځواک الوتکې په پکتيکا کې اضطراري ناسته کړې

MI-17 ډوله الوتکه

د افغانستان دفاع وزارت وايي په پکتيکا ولايت کې د هوايي ځواک يوې څرخي الوتکې اضطراري ناسته کړې ده.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه MI-17 ډوله الوتکه تېره شپه په زېړوک ولسوالۍ کې د تخنيکي ستونزو له کبله اضطراري ناستې ته مجبوره شوه.

د وزارت په حواله د الوتکې عملې ته زيان نه دى اوښتى او څرنګه چې الوتکه د ترميم وړ نه وه، د هوايي ځواک له خوا ويجاړه کړاى شوه.

وزارت ويلي چې د دې الوتکې د تخنيکي ستونزې په اړه څېړنه کوي.

بلخوا د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت نن په يوه پيغام کې ازادۍ راډيو ته ويلي چې په زېړوک کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ٢ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي په ټويټر کې ليکلي، چې د زېړوک ولسوالۍ په کيشام سيمه کې يې د امريکايي ځواکونو يوه څرخي الوتکه نسکوره کړې او ټوله سورلۍ يې وژلې ده.

د قاطع ملاتړ ماموريت په پکتيکا کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکې د سقوط خبر رد کړى دى.