حبيب الرحمن افغان: د آمر ستار وژنه سياسي اړخ لري

امر ستار

په کابل کې د جمعيت ګوند د يوه پخواني قوماندان عبدالستار غوربندي د وژنې د څېړنې ګمارل شوى هيئت وايي، دغه وژنه سياسي انګېزه لري.

د دې قضيې د څېړنې لپاره د ګمارل شوي هيئت غړي، حبيب الرحمن افغان چې د ولسي جرګې استازى هم دى، نن ازادۍ راډيو ته وويل:

”د دې قضيې ځينې اړخونه سياسي دي. د هغې ډلې بې پروايي هم ښيي چې د عملياتو لپاره يوې سيمې ته ځي. په ځينو ارګانونو کې خودغرضه خلک شته چې له پوښتنو- ګروېږنو او محکمې ته يې له سپارلو پرته بېګناه کسان وژني.“

ادعا کېږي چې عبدالستار غوربندي چې په امر ستار هم مشهور و، پنځه ورځې مخکې په کابل کې د ملي امنيت يوې قطعې په عملياتو کې ووژل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې پېښې د څېړلو لپاره يو هيئت د ګمارلو سپارښتنه وکړه.

جمهوري رياست ويلي چې تر څېړنو وروسته به لازم اقدامات کېږي.