خامنه یي: د امریکا پر پوځي اډو د ایران برید د واشنګټن پرمخ څپېړه وه

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي پر امریکايي اډو د ایران تر برید وروسته نن خلکو ته وینا وکړه.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، په عراق کې پر امریکایي پوځي اډو د ایران حمله د متحده ایالتونو پرمخ یوه څپیړه وه او امریکا باید له سیمې ووځي.

خامنه یي دغه څرګندونې نن (جنورۍ ۸مه) په تهران کې یوې غونډې ته وروسته له هغې وکړې چې ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په غچ کې په عراق کې د امریکایي پوځیانو پردوو اډو څو توغندي وویشتل.

د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې په عراق کې د اربیل او عین الاسد پر پوځي اډو د ایران له خوا د توغندیو برید شوی خوامریکایي پوځیانو ته زیان دی اوښتی.

له دغه برید لږځنډ وروسته ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې وویل، هرڅه سم دی او دا مهال د تلفاتو او زیانونو په اړه پلټنې روانې دي.

د ایران دولتي ټلویزیون وویل چې نن سهار پنځلس توغندي په عراق کې پر امریکایي هدفونو توغول شوي.

په خبر کې د شواهدو له ښودل کېدو پرته په عین الاسد اډه کې د لږترلږه اتیا امریکایي پوځیانو د وژل کېدو ادعا شوې او وایي چې په دې حمله کې هلیکوپټرې، ډرون الوتکې او نورتجهیزات هم ویجاړشوي دي.

د عراق پوځ بیا د ۲۲ توغندیو د توغول کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې عراقي پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ د کمېدو د هڅو په ترڅ کې د اروپایي کمېسیون مشرې په منځني ختیځ کې د اوربند او د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

د ایران دولتي ټلویزیون وویل چې نن سهار پنځلس توغندي په عراق کې پر امریکایي هدفونو توغول شوي.

اورزلا فون دیرلاین په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "اوسنی کړکیچ یواځې پر سیمې ژور اغیز نه کوي، بلکه موږ ټول متاثره کوي. له وسلو څخه کار اخیستل باید سمدستي ودرول شي چې ډیالوګ ته لاره پرانستل شي."

چین چې د ایران نژدې متحد دی نن له ټولو خواوو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شونګ نن په پیکنګ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هېواد به یې د دې کړکیچ په کمولو کې مسئولانه رول ولوبوي او زیاته یې کړه چې دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده چې په منځني ختیځ کې وضعیت له دې هم خراب شي.

چین چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمي غړی او د ویتو حق لرونکی دی، د ایران د تېلو یو ستر پېرودونکی دی.

په عین حال کې په سیمه کې د روان کړکېچ د کمېدو د هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سبا عراق ته ولاړ شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې ښاغلي اوغلو له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره پر ټیلفون خبرې وکړي.

د بیان له مخې انقره هڅه کوي چې له ډیپلوماتیکې لارې د دغه کړکیچ د لا زیاتوالي مخه ونیسي.