ویسا: ځیني دا وېره احساسوي چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ جګړه ونښلي

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیل او د سیمې هېوادونو اندېښنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا د سلیماني وژل حقوقي توجیه لري؟

دغې ورځپاڼې د ښاغلي سلیماني وژل د نړیوالو بشري حقوقو نقض یاد کړی او ویلي، له فعالو منازعاتو پرته د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله داسې برید غیر قانوني او له ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

خو له بلې خوا ورځپاڼې د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې ښاغلی سلیماني په ډېرو سازمان شویو وژنو کې لاس درلوده او وژل‌یې هېڅ مسؤلیت نه‌لري.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، له هغه وروسته چې امریکايي الوتکو د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قوماندان قاسم سلیماني وواژه، د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجو او ګواښونو زور اخیستی، تر دې چې ځیني دا وېره احساسوي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ جګړه ونښلي.

وړاندې راغلي، که څه هم ایران ستراتېژیک ملګري لري، خو دا چې چین او روسیه دواړه په روانه لانجه کې مخامخ ښکېل نه‌دي ځکه نو د لویې او مخامخ جګړې امکان کم برېښي او له بلې خوا ایران له یو شمېر جدي ګواښونو سره مخ دی او نه‌شي کولای چې د نړۍ له یوه ځواکمن هېواد سره اوږدې جګړې ته ننوځي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د ایران اوسنی اقتصادي حالت چې د تېرو څو کلونو پرله‌پسې اقتصادي بندیزونو ځپلی نه‌شي کولای چې د جګړې دروند بار پورته کړي او له بلې‌خوا په ایراني نظام کې دننه ډېر اندونه د مخامخ جګړې مخالف دي او په کور دننه‌یې لاریونونه او اختلافات بل اړین بحث دی چې د جګړې له پیل سره به لا زور اخلي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا چې د امریکا او ایران ترمنځ په دومره کړکېچنه لانجه او ګواښونو سربېره بیا هم د مخامخ جګړې امکان ډېر کم دی نو څه به کېږي؟ تر ټولو لویه اندېښنه په سیمه کې د نیابتي جګړې پراختیا ده چې تر بل هر چا یې لوی زیان د ایران ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، ایران او پاکستان دواړه وايي چې ګنې د ایران د سر لښکر قاسم سلیماني د وژنې غچ به د نیابتي جګړې پر زور واخیستل شي.

وړاندې یې د سلیماني د لور زینب له قوله لیکلي چې ویلي ایران به‌یې د بلار غچ په افغانستان کې د خپلو کسانو له‌خوا پر امریکايي موخو د بریدونو پر مټ واخلي.

هېواد ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، په افغانستان کې د دې امکان شته او ښايي په دغه‌راز بریدونو سره د ایران نیابتي جګړه نوره هم پراخه شي هسې هم د ایران ریژیم په لوېدیځ هرات، فراه او نیمروز کې د هر ډول پرامختیايي پروژو او امنیتي او دفاعي تأسسیاتو او په تېره بیا د اوبو مدیریت مخنیوی کوي.

د ورځپاڼې په پای کې راغلي، افغان حکومت ته په کار دی چې د خپلې خاورې د هر ډول نقض او د دې خاورې د بل پر ضد د کارولو مخنیوی په ټول قوت سره وکړي.