تېرکال افغانستان کې د نشه یي توکو ۱۷۰۰ قاچاق کوونکي نیول شوي

ارشیف

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايی مرکز، په تیرکال کې د هیواد په کچه د د نشه یي توکو د ۱۷۰۰ قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکوي.

دغه مرکز وايي له دې ډلې ۱۲۰۰ قاچاق کوونکي کابل کې نیول شوي دي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د خپلو لاسته راوړنو یو کلن راپور د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه راپورله مخې په تی یورکال کې د کابل په نړیوال هوايي ډګرکې د نشه يي توکو ۱۲۰۰ قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

په نیول شویو قاچاق کوونکو کې د پولیسو قومندان، یو سیاحتي شرکت او د ښځو یو ټولنیزه شبکه شامله ده.

د افغانستان له مخدروموادو سره دمبارزې د عدلی او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وویل: "د ښځو د دغې ټولنیزې شبکې دنده، د نشه يي توکو د قاچاق لپاره له کابل او ولایتونو نه د بیوزلو ښځو جذبول وو، بل سیاحتي شرکت چې له ځینو هندي شبکو سره یې کارکاوه، دغه شرکت خپلو کسانو ته ټول امکانات برابرول او کله چې به هند ته ورسېدل، مواد به ترې تسلیمېدل."

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز که څه هم په حبس د نیول شویو کسانو محکومیت له درې تر دېرشو کلونو پورې ښيي خو د دغو بنسټونو د غړیو په اړه څه نه وايي.

د دغه مرکز په کلني راپور کې کابل او ننګرهار د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په تړاو، لومړي ولایتونه ښودل شوي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې د هېواد په کچه په تېر یوه کال کې د ۴۷ ایرانیو ښځو په ګډون د نشه يي توکو ۱۷۰۰ قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

دغه مرکز دغه شان وايي له دغو قاچاق کوونکو نه یې په زرګونه کیلوګرامه هیروین، مورفین، نشه يي توکي او د دغو موادو درانده او سپک تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.

دغه مرکز له نیول شوي قاچاق کوونکو نه د ۶ میلیونو افغانیو او ۳ میلیونو امریکايي ډالرو ضبطول، هم خپله لاسته راوړنه ګڼي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو د کمېسیون رئيس هاشم الکوزی وايي: "مونږ راپورونه لرو چې په افغانستان کې لویه مافیا د نشه يي توکو قاچاق کوي، دغه شان ډیر راپورونه مو د عدلي او قضايی مرکزته ورکړل چې، پر دغې مافیا قانون پلی کړي."

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون رئیس هاشم الکوزی

الکوزی ادعا کوي چې، اوس هم د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي او ډلې د حکومت پر لوړو پستونو کارکوي خو حکومت یې په افشاء کولو او نیولو کې پاتې راغلی دی.