غني: د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان خاوره به د دې هېواد د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هیله څرګنده کړې چې ایران او امریکا به خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

دا خبره له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده.

اعلامیه وايي چې ولسمشر غني په عراق کې د وروستیو پېښو او په سیمه کې د تاتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د معلوماتو له مخې ولسمشر د جمعې په ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټېلیفوني خبرو کې د دريم هېواد پر وړاندي د افغانستان د خاورې پر نه کارول کېدو او د سیمه ییز کړکېچ پر مخنیوي ټينګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ماښام پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د امریکا د ولسمشر د هغې پریکړې په اړه خبرې وکړې چې له مخې يې په عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په هوايي حمله کې ووژل شو.

مایک پومپیو لیکلي، د امریکايانو ژوند په خطر کې وو او د هغوی د ژغورلو په خاطر دا اقدام وشو.

ده زیاته کړې ده چې د ایران د رژيم فعالیتونه په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي او همداراز يې لیکلي چې امریکا به خپل خلک او ګټې خوندي ساتي.

مایک پومپیو د جمعې په ورځ له سي این اين تلویزیون سره په واشنګټن کې په خبرو کې وویل چې د سلیماني وژنې د ګڼو امریکايانو ژوند وژغوره.

ده وویل: "سلیماني په سیمه کې فعالیت کاوه او ده پخپله ویلي وو چې لوی اقدامات به وکړي، دغو اقداماتو به یې د سلګونو امریکايانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی وای، موږ پوهېږو دا کار کېدونکی وو، دا د استخباراتو پر اساس یوه ارزونه وه چې مونږ يې له مخې دا پرېکړه وکړه."

دا په داسي حال کې ده چې مایک پومپیو د ولسمشر غني په ګډون په نړۍ کې له یو شمېر نورو مشرانو سره هم په دې اړه د جمعې په ورځ تلیفوني خبرې کړي.

په دغو کې، پر ټويټر د پومپیو په وینا، د فرانسې، جرمني، بریټانیې، چین، روسیې او سعودي عربستان لوړپوړي چارواکي شامل دي.

پومپیو پر ټويټر لیکلي چې د پاکستان له لوی درستيز قمر جاوید باجوه سره یې هم په دې اړه ټېلیفوني خبرې کړي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايیه ریاست هم په دې اړه د جمعې په ماښام یوه اعلامیه خپره کړه او هیله يې څرګنده کړه چې د سلیماني د وژل کېدو پېښه به د افغانستان او ایران او افغانستان او امریکا پر اړیکو منفي اغېز ونه کړي.

یو شمېر افغان سیاستوالو هم د قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې د امریکا له خوا د قاسم سلیماني وژنه غندلې ده.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم پر خپله ټویټر پاڼه د سلیماني د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سلیماني د ایران د ملي ګټو لپاره ډېر مهم وو خو د سیمې لپاره یو تهدید وو.

د ایران د پارلمان رئیس علي لارجاني د جمعې په ورځ ایراني رسنیو ته وویل چې د سلیماني په وژلو سره امریکا یوه لویه تېروتنه وکړه.

د ایران د پارلمان رئیس علي لارجاني

هغه زیاته کړه: "دا د امریکایانو یوه لویه او سټراټيژيکه تېروتنه ده، زما هدف دا دی چې دوی د دولتي تروریزم یو اقدام کړی دی او پخپله هم په دې پوهېږي."

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک مشري کوله.

د ایران د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني چې تېره ورځ بغداد کې د امریکا د برید په پایله کې ووژل شو

دا ځواک د ایران د سپاه پاسداران بهرنی پوځي مټ ګڼل کېږي چې امریکا د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړی دی.

د یاودولو وړ ده چې د ډیسمبر میاشتې په ۳۱ مه نېټه د ایران ملاتړ لرونکو شیعه ملیشو زرګونه پلویان په بغداد کې د امریکا سفارت ته ننوتل.

پر سفارت دې بریدکونکو ویل چې دوی په عراق او سوریه کې د امریکا پر هغو وروستیو هوايي بریدونو اعتراض لري چې پکې د ایران پلوو ملیشو لږ تر لږ ۲۵ غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید مسئول ایران دی، د پنجشنبې په ورځ د ایران پوځي مشرانو واشنګټن ته د پوځي اقدام د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.

په بغداد کې د جمعې په ورځ پر سلیماني تر هوايي برید مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي و، ایران او نیابتي ځواکونه یې ښايي په منځني ختیځ کې د امریکا پر ګټو د نورو بریدونو پلان ولري.