په فارياب کې تېر کال ٣٨ ماشومان وژل شوي دي

د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي په فارياب کې د تېر کال د ناامنيو ډېرى قربانيان ماشومان دي.

په فارياب کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس ذبيح اله جواد ازادۍ راډيو ته وويل، تير ميلادي کال د ماشومانو مرګ ژوبله زياته وه:

”تېر کال په فارياب کې ١١٨ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې ٨٠ ماشومان ټپيان شوي او ٣٨ نور وژل شوي دي. له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنيادي پروګرام نه شته.“

په فارياب ولايت کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي دفتر وايي د جګړې ښکېلو لوريو د ملکيانو او ماشومانو د خونديتوب لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.