یو شمېر دیني عالمان د اوربند په خاطر پاکستان او قطر ته ځي

قطر کې د طالبانو یو انځور. ارشیف

د افغانستان د بې طرفه عالمانو د سولې کاروان وايي، ډېر ژر به یو شمېر دیني عالمان د سولې او اوربند غوښتو لپاره د کوټې او پېښور شوراګانو سربېره قطر ته سفر وکړي.

د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو د سولې کاروان، هغه ډله چې تازه یې مټې بډ وهلي څو په افغانستان کې اوربند او سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

د دې کاروان غړیو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د دوی یو پلاوی به د سې شنبې په ورځ کندهار ته ولاړ شي او له هغې وروسته به، کویټې ته سفر وکړي، څو له طالب مشرانو سره وګوري.

د دې کاروان غړی مفتي محمد بلال سفیر وویل: "ډېر ژر به د افغانستان د بې طرفه عالمانو کاروان یو شمېر غړي د کویټې او پېښور شوراګانو سربېره، قطر ته ولاړ شي، د طالبانو په ډله کې زموږ ټولګیوال، استادان، زده‌کوونکي او ملګري شته، مونږ به له هغوی سره په دلایلو خبرې وکړو، کوم حرکت مو چې پیل کړی، نه یې پرېږدو. "

د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو له‌خوا یو پنځه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هم خپور شو چې په کې په اوربند ټینګار شوی دی.

په دې پرېکړه کې راغلي: "د سولې خبرې باید په پروژې بدلې نه شي، سوله باید د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو له مخې راشي، د افغانستان خلک او دیني عالمان باید د سولې په اړه له هر ډول پرمختګ خبر وي، د تل‌پاتې سولې د راتلو لپاره باید ټول افغانان هڅې وکړي. "

د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو د سولې کاروان داسې مهال د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې پیلوي چې تازه یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، یو شمېر مهم طالب مشران د لنډمهالي اوربند غوښتونکي دي.

خو د طالبانو رسمي چینلونو بیا ویلي، تر اوسه د اوربند په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د کابل د دیني عالمانو شورا ريیس مولوي عبدالقادر قانت دې غونډې ته وویل، د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت نازک دی او هر څه ژر باید سوله تامین شي.

هغه زیاته کړه: "موږ همدا اوس سوله غواړو، د جګړې ښکېلو لوریو(بهرنیو، د افغانستان حکومت او طالبانو) ته زموږ پیغام دا دی چې هر څومره ژر کېږي، نه یوازې دا چې اوربند وکړي، بلکې سولې ته سره ورسېږي او د خبرو مېز ته کېني، هره ورځ مو ځوانان وژل کېږي او بې‌کاري او فقر زیاتېږي. "

د افغانستان د بې‌طرفه عالمانو د سولې کاروان د فعالیت له پیل وړاندې، د سولې ولسي حرکت هم نږدې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره پښې یبلې سفر پیل کړ او بېلابېلو ولایتونو ته ولاړل.

په ورته وخت کې افغانان هیله‌مند دي چې د سولې پورته شویو غږونو ته به لبیک وویل شي او هر څه ژر باید اوربند وشي.