د سولې عالي شورا: که لنډمهاله اوربند هم وي نو بې باوري له منځه وړي

ارشیف

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، اوربند ان که لنډمهاله هم وي، د طالبانو ډلې، افغان حکومت او امریکا تر منځ د بې باورۍ فضا له منځه وړي.

لنډمهاله اوربند ته د طالب وسله والې ډلې د احتمالي چمتوالي په اړه د راپورنو له خپرېدو سره سم، د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، اوربند کولای شي د افغانانو تر منځ د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

د دغې شورا ویاند اسدالله زائري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اوربند په اړه د دغې ډلې له مشرانو سره د مشورې په هدف له قطر نه پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د سولې په برخه کې یو ستر ګام دی.

ښاغلی زائري ټینګار کوي چې د طالبانو له لوري ان د موقت اوربند اعلان کولای شي د باور جوړونې لامل شي.

هغه زیاتوي: "ټولې نښې نښانې د دې څرګندوی کوي چې مقابل لوری یعنې د طالبانو تحریک دې پایلې ته رسېدلی چې که لنډمهاله اروبند هم وشي، خنډونه و بې باوري به له منځه لاړ شي او شته واټن به لنډ شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی د سولې د هوکړې د لاسلیک په اړه د دغې ډلې له مشرانو سره د مشورې په هدف له قطر نه پاکستان ته تللی.

قطر کې د طالبانو غړي له رسنیو سره د خبرو پرمهال- ارشیف

یو شمېر رسنیو د ځنیو سرچنیو په حواله چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي راپورونه خپاره کړي، چې په طالبانو کې ځینې څېرې په لنډمهاله اوربند سلا دي.

خو د طالبانو د پوځي او سیاسي برخو ویاندویانو ازادي راډيو ته ویلي چې تر دې دمه د دغې ډلې د مشرانو له لوري د احتمالي اوربند پرېکړه نه ده شوې.

امریکایي چارواکو او طالب استازو تر دې دمه په قطر کې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک په تړاو لس پړاو خبرې اترې کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی داوود کلکاني وايي، طالبان اوس په دې پوهېږي چې له مذاکري پرته بله لار نه لري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی داوود کلکاني

د ښاغلي کلکاني په خبره، د طالبانو له لوري د اوربند اعلان د امریکا او دې ډلې ترمنځ د سولې ځنډول شوی حالت له منځه وړي.

نوموړی زیاتوي: "زما باور دا دی چې ممکن بن بنست له منځه لاړ شي او له دې وروسته د طالبانو له لوري له بهرنیو ځواکونو سره جګړه هم کومه معنا نه لري، اوربند یو مثبت ګام دی او احتمال دا دی چې طالبان هم له اورند وروسته له افغان حکومت سره خبرو ته کېني."

د افغانستان حکومت ټينګار کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته باید طالبان اوربند هم اعلان شي.

طالبانو تر دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې له حکومت سره به هم د یو سیاسي اړخ په توګه خبرې وکړي.

خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ یو ځل بیا ټنیګار وکړ چې د سولې مذاکرات به د افغان حکومت له حضور پرته کوم ځای ونه نیسي.