د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلې؛ تردې مهاله یوازې د عبدالله ډلې شکایت ثبت کړی

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوه کمېشنر قطب الدین رویدار ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په چټکۍ خپل کارونه مخ‌ته یوسي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، یو ډېر شمېر ټاکنیزو ډلو د شکایتونو د ثبت فورمې اخیستې، خو یوازې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر اوسه خپل شکایتونه رسما ثبت کړي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلې له اعلان یوه ورځ وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مرکز کابل او ولایتونو کې د خپل کار سختې ورځې پیل کړې.

دا کمېسیون به تر راتلوونکو دوه ورځو هم د هغو شکایتونو د ثبت پر بهیر بوخت وي چې ټاکنیزې ډلې یې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلې د اعلان وروسته د څېړنې په موخه ثبتوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر اوسه د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او نورالرحمان لېوال ټاکنیزو ډلو د شکایتونو د ثبت فورمې تر لاسه کړي دي.

د دې کمېسیون یوه کمېشنر قطب الدین رویدار ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په چټکۍ خپل کارونه مخ‌ته یوسي.

"نن تر غرمې پورې د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې خپل شکایتونه موږ ته وسپارل. دا بهیر به تر دوه ورځو پورې روان وي او چې کله پای ته ورسېد، موږ به یې دقیق ارقام له خپلو هېوادوالو سره شریک کړو. "

د دولت جوړونکي ټیم مشر محمد اشرف غني پرون په یوه غونډه کې وویل، دوی به خپل شکایتونه د قانون له مخې ثبت او د څېړنې بهیر به یې وڅاري.

ښاغلي غني همدا ډول له نورو ټاکنیزو ډلو هم وغوښتل چې د لوبې اصول ومني او قانون ته غاړه کېږدي.

د دې ډلې ویاند رضوان مراد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سلګونه شکایات لري او د قانون له مخې به یې د نن په ګډون تر راتلوونکو ورځو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره ثبت کړي.

"زموږ تخنیکي ټیم او د څارنې کمېټه د لومړنۍ پایلې په ارزونې بوخت دی. موږ به په څو ساعتونو کې سلګونه شکایتونه چې مستند دي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره ثبت کړو."

د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزه ډله بیا د خپلو شکایتونو شمېر له ۴۰۰۰ پورته ښيي او وايي، په مرکز او کابل کې یې همکارانو دا شکایتونه ثبت کړي دي.

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، د شکایتونوله څېړل کېدو وروسته به، وروستۍ پایله بدلون وکړي.

"زموږ همکارانو نن د شکایتونو د ثبت فورمې اخیستي دي، موږ هم خپل شکایتونه مثبت کړي او تمه لرو چې د دې شکایتونو د څېړلو پر بنسټ به، اعلان شوي ارقام بدلون وکړي. "

د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله هم تېره شپه خپلو پلویانو سره یو ځای غونډه کې وویل، تمه لري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به ټول ثبت شوي شکایتونه ارزوي، ناپاکې رایې به باطلې کړي، په هغو ولایتونو کې چې د دوی څارونکي نه وو د رایو بیا شمېرنه به له سره کوي او بیا به وروستۍ پایله اعلانېږي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډ‌لې مشر ګلبدین حکمتیار هم نن په یوه خبري غونډه کې وویل، له ۳۰۰۰ زیات شکایتونه یې مستند کړي چې له کمېسیون سره به یې ثبت کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون پر بنسټ ۳۹ ورځې لري چې د نوماندانو ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او د هغې له مخې پرېکړه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، له ۷۲ ساعتونو وروسته به، دوی د ثبت شویو شکایتونو د اروزنې او څېړنې بهیر پیل کړي.

لومړی به شکایتونه په ولایتونو او بیا به د استناف د غوښتنې پر بنسټ، په ۱۵ ورځو کې د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي کمېسیون کې څېړل کېږي او په اړه به یې پرېکړه کېږي.