په ننګرهار ولایت کې سل کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د قوس د میاشتې پر (۲۷) نېټه یو تن هغه مهال ونیول شو چې ۱۰۰ کیلو ګرامه چرس، تریاک او هیرویین یې په یوه موټر کې له سپین غر ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته قاچاق کول.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.