امریکا: له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو کې د هند اندېښنو ته پام کوو

د امریکا او هند ملي بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو پرون له هند سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه به د نوې ډېلي اندېښنو ته پام کوي.

دغه ژمنه په واشنګټن کې د لوړې کچې په خبرو کې له هندي چارواکو سره شوې ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې خبرو کې چې د امریکا او د هند د بهرنیو او دفاع وزیرانو ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو پر پیاوړي کېدو موافقه وشوه.

مایک پامپیو وویل چې ده او دفاع وزیر مارک اسپر له خپلو هندي سیالانو سره په دې خبرو کې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د امریکا د خبرو د بیا پیل په اړه خبرې وکړې.

پامپیو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی په دې پوهېږي چې هند اندېښنې لري او دغه اندېښنې چې دوی یې د پاکستان په اړه د ترورېزم د سرچینې په توګه لري، پر ځای هم دي.

هغه زیاته کړه چې موږ هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې دغه اندېښنې به دوی په پام کې نیسي.

پامپیو له طالبانو سره د خبرو په اړه خوشبیني ښکاره کړه او ویې‌ویل، دی هیله‌من دی چې دغه خبرې چې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یې له طالبانو سره مخ ته وړي، په نتیجه کې یې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر کم شي او متحده ایالات به هم وکولای شي چې په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور کم کړي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، هند چې له طالبانو سره جوړ نه‌دی، د افغانستان د حکومت یو له سترو مرستندویانو دی چې له دې هېواد سره‌یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د شااوخوا درې میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیم جې شنکر وویل، "طبعاً چې موږ د افغانستان راتلونکې ته اندېښنه لرو. موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې د پخلاینې د پروسې مالکیت او مشري باید د افغانانو په لاس کې وي."

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په دې خبري کنفرانس کې د هغه راپور په اړه چې وایي ولسمشر ډونالد ټرمپ چې باور لري د افغانستان جګړه په دومره لګښت نه‌ارزي او ښایي له دې هېواده د ۴۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي، له څرګندونو ډډه وکړه.

په اوس وخت کې شاوخوا ۱۳ زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې دېره دي او د دغو ځواکونو په وتلو سره به په دې هېواد کې د پاتې کېدونکو امریکایي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته ورسېږي.

له نوې ډېلي سره د ولسمشر ټرمپ د ښو اړیکو یوه بېلګه دا ده چې پر ایران د لګول شویو بندیزونو سره سره‌یې د دې هېواد د چابهار بندر مستثنی کړی او هند ته‌یې اجازه ورکړې چې له ایران سره په ګډه دغه بندر ته چې له پاکستانه چپ له افغانستان سره د سوداګرۍ یوه مهمه ترانزیتي لاره بلل کېږي، پراختیا ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکار وویل، هند د امریکا د ملاتړ منندوی دی.

یوه امریکایي چارواکي تأیید کړې چې د ټرمپ اداره به تر هغو د چابهار بندر له لګول شویو بندیزونو مستثنی کړي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک‌یې په رغونه کې ښکېل شي.

دغه چارواکي چې د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط‌یې خبرې کولې دغه‌راز وویل، موږ پوهېږو چې چابهار د افغانستان لپاره یو حیاتي ارزښت لري.