د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني مرستيال د فیفا بندیز

فيفا ويلي، د کرام الدين کريم مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د دغو جنسي ځورونو مخه نه ده نيولې او چوپه خوله پاتې شوى دى.

د فوټبال نړيوال فډراسيون (فيفا) د افغانستان د فوټبال فډراسيون پخوانى مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د پنځو کلونو لپاره د سپورټ له اړوندو فعاليتونو منع کړ.

فيفا په عين حال کې ښاغلى رستم د لس زره ډالرو په ارزښت نقدي جريمه هم کړ.

فيفا پرون سې شنبه ويلي، د افغانستان د فوټبال فډراسيون د پخواني رئيس کرام الدين کريم مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې په تړاو د فيفا له اخلاقي معيارونو په سرغړونې مجرم ګڼل شوى دى.

کرام الدين کريم په تېره جون مياشت کې د څو ښځينه فوټبالرانو د جنسي ځورونې په تور په ټول ژوند کېد فوټبال له اړوندو ټولو فعاليتونو منع کړاى شو.

هغه يو مليون ډالره جريمه شوى هم دى.

فيفا ويلي، د کرام الدين کريم مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د دغو جنسي ځورونو مخه نه ده نيولې او چوپه خوله پاتې شوى دى.

د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم لږ تر لږه پنځو لوبغاړو کرام الدين کريم له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٨میلادي کاله پورې په جنسي ځورونه تورن کړى دى.

که څه هم افغان چارواکو د ښاغلي کريم د نيولو امر صادر کړى، خو د هغه د ځايځايګي په اړه معلومات نه شته.