ټرمپ د کانګرس په استماعیه غونډه کې ګډون نه کوي

د سپېنې ماڼۍ حقوقي سلاکار د استازیو جرګې قضايیه کمېټې ته په یوه لیک کې د ټرمپ استیضاح کوونکې ډله په دې پلټنو کې "د قانوني مراحلو په نه بشپړولو او د پوره انصاف په نه لرلو" تورنه کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د استازیو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي.

دا خبره سپېنې ماڼۍ په یوه لیک کې د امریکا د کانګرس استازیو جرګې ته کړې ده.

سپېنې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مدافع وکیلان دا اوونۍ د ډیموکراټانو له کنټروله برخمنې استازیو جرګې په یوې استماعیه غونډه کې برخه نه اخلي.

د سپېنې ماڼۍ حقوقي سلاکار یا کنسول پاسکال پت سېپولوني پرون د ډسمبر په لومړۍ د استازیو جرګې قضايیه کمېټې ته په یوه لیک کې د ټرمپ استیضاح کوونکې ډله په دې پلټنو کې "د قانوني مراحلو په نه بشپړولو او د پوره انصاف په نه لرلو" تورنه کړه.

قضايي کمېټه د استیضاح لپاره د شته تورونو په څېړلو ګمارل شوې ده.

د ټرمپ د استیضاح په اړه د سپیناویو یا استماعیه علني غونډې داسې وخت د ډسمبر له څلورمې یعنې را روانه چهارشنبه پیلیږي چې د استازیو جرګې د استخباراتو کمېټې د بندو دروازو تر شا د سپیناویو او مرکو دوه اوونیزې غونډې تېره اوونۍ پای ته ورسولې.

د سپېنې ماڼۍ حقوقي سلاکار ښاغلي سېپولوني د کانګرس د استازیو جرګې په یوې استماعیه غونډه کې د ګډون د بلنلیک په ځواب کې لیکلي چې قضایه کمېټې دوی ته د تیاري په خاطر کافي وخت نه دی ورکړی او هم یې د شاهدانو په اړه معلومات نه دي ورسره شریک کړي.

سپېنه ماڼۍ به دویمې جوړېدونکې غونډې ته ځواب وایي چې د سېپولوني په خبره تر اوسه یې نېټه نه ده مشخصه شوې.

د امریکا د استازیو جرګې ډیموکرات پلوه مشرې نانسي پلوسي د سپټمبر په ۲۴ مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره د تحقیقاتو امر ورکړ.

د استازیو جرګې د درېیو کمېټو له خوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په اړه څېړنې د ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جولای د میاشتې په یوې ټیلیفوني مکالمې څرخیږي.

دا څېړل کیږي چې ټرمپ خو به له خپل قدرته په استفادې د اوکرایین په ولسمشر فشار نه وي راوړی چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه ډموکرات کاندید جو بایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په اړه څېړنې وکړي.

دوی مخکې د اوکراین د انرژۍ له یوې کمپنۍ سره کار کړی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تحقیقاتو له پیله هر ډول تورونه رد کړي دي.

وروسته له هغه چې ټرمپ د استیضاح تحقیقات هر وار په خپلو ویناوو کې ناسم وبلل او تورونه یې رد کړل د استازیو جرګې د قضاییه کمېټې مشر جېرولد نادلر تېره اوونۍ هغه ته په یوه لیک کې لیکلي چې یا دې د سپیناوي په غونډو کې برخه واخلي یا دې د روانې پروسې په اړه له شکایتونو لاس په سر شي.

دا به د استازیو جرګې په درېیو ډلګیو پورې تړلې وي چې ایا د یوې عمومي استیضاح په اړه رای ګیري غواړي که څنګه.

که چېرته د استازیو جرګه استیضاح ته رایه ورکړي د محاکمې بهیر به په سنا جرګه کې وشي.

د سنا جرګې کنټرول بیا له جمهوري غوښتونکو سره دی.

په دې سره به د ټرمپ د محکومولو او له دفتره د هغه د لرې کولو امکانات خورا کم وي ځکه د دې کار د تحقق لپاره د سنا جرګې دوه پر درې برخه رایو ته ضرورت دی.