ولسمشرغني: که طالبان سوله غواړي، اوربند دې وکړي

ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ

د افغانستان جمهوري رياست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ټینګار وکړ که طالبان ريښتیا د سولې پر موافقه سلا کېدل غواړي، باید اوربند ومني.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويل شوي دواړه ولسمشرانو پر دې هم ټینګار وکړ، چې د اوږدمهالې سولې لپاره باید له افغانستان څخه بهر د تروريستانو ځالې له منځه لاړې شي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون افغانستان ته د ناڅاپي سفر په لړ کې په بګرام پوځي اډه کې وويل، واشنګټن له طالبانو سره خبرې له سره پیل کړي دي:

”ګورو چې دوی غواړي یوې موافقې ته ورسېږو. دا به یوه رښتینې موافقه وي ځکه چې دوی دا موافقه غواړي. خو چې هره موافقه وشي علت به یې دا وي چې تاسو خپله دنده ښه ترسره کړې. زه غواړم له تاسو او له افغان سرتېرو مننه وکړم، ځکه تاسو راته ویل چې دوی ډېره ښه جګړه کوي.“

ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، نن جمعه ويلي، طالبان د امريکا له متحدو ايالتونو سره د سولې د مذاکرو بيا پيل ته چمتو دي.