حامد کرزی: د افغانستان وضعیت د خرابۍ پر لور روان دی

نوموړي نن دوشنبه (لیندۍ/قوس ۴مه) په یوه خبري کنفرانس وویل باید د ولسمشریزو انتخاباتو پایله په هېواد کې د کړکیچ لامل نه شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو کمرنګه ګډون په دې هيواد کې د روان وضعیت په اړه خاموشه ټول پوښتنه وه.

نوموړي نن دوشنبه (لیندۍ/قوس ۴مه) په یوه خبري کنفرانس وویل باید د ولسمشریزو انتخاباتو پایله په هېواد کې د کړکیچ لامل نه شي.

نوموړي په انتخاباتو کې د خلکو کمرنګه ګډون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "په اصل کې د افغانستان خلکو د روانو حالاتو په اړه یوه خاموشه ټولپوښتنه درلوده. بې قانوني، نا امنۍ، او هغه ټول کړکېچونه چې د افغانستان د خلکو پر روح او روان یې ناوړه اغیزه کړې. موږ هیله مند یو چې ترسره شوي انتخابات د افغانستان ستونزې نورې هم زیاتې نه کړي".

ښاغلي کرزي وویل، انتخاباتي پایلې باید د انتخاباتو پر سبا اعلان شوې وای، خو د ده په خبره "هېواد ازاد نه دی نو ځکه يې پایلې پر وخت اعلان نه شوې."

دی وايي چې د افغانستان له انتخاباتو سره د څو هېوادونو انتخاباتي پروسې پای ته ورسېدې.

ښاغلي کرزي ولسمشر اشرف غني ته په خطاب کې وویل چې له سره دقت وکړي او د هېواد وضعیت وسنجوي، ځکه دده په خبره وضعیت د خرابۍ پر لور روان دی.

هغه زیاته کړه، که حکومت اقدام وکړي نو دوی به د وضعیت ښه والي او د خلکو د حقونو ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.​

نوموړي د انتخاباتو په پرتله پر سولې ټینګار وکړ او ویې وویل، د اتلسو کلونو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره چې مهم یې جمهوري اسلامي نظام او د بیان ازادي ده، د سولې غوښتونکی دی.

حامد کرزي د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ چې باید د خلکو په خدمت او د ملي ګټو ساتونکي واوسي او نه باید د شخصي ګټو لپاره کار وکړي.

بله موضوع چې ښاغلي کرزي يې په اړه په ټینګار خبرې وکړې، د بیان ازادي وه.

هغه وویل، حکومت باید د بیان ازادۍ ساتونکی واوسي، ځکه د ده په خبره دا د ۱۸ کلونو لاسته راوړنو مهمه برخه جوړوي.

خو د افغانستان حکومت د ښاغلي کرزي د دغه خبرو په غبرګون کې وايي، سیاستوال باید په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډيو ته وویل: "انتخاباتي کمېسیونونه خپلواک دي او باید پرېښودل شي چې په ټول استقلالیت دا پروسه پای ته ورسوي او د انتخاباتو پایلې اعلان کړي. د افغان حکومت له ټولو سیاسیونو دا غوښتنه ده چې د کمېسیونونو او ټاکنو په چارو کې له مداخلې لاس واخلي او هغوی دې پرېږدي چې د قوانینو په رڼا کې خپلې چارې پر مخ یوسي."

ښاغلي مینه پال د بیان ازادۍ په اړه وویل چې د ملي یووالي حکومت په لومړي ځل د دغه ارزښت د ساتلو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړ کړ او د سولې پروسه یې هم د چارو په لومړیتوب کې ده.

تر دې وړاندې هم پخواني ولسمشر حامد کرزې د انتخاباتو په پرتله پر سولې ټینګار کړی وو.