حکومت: د مزار شريف- تاشکند ترمنځ الوتنې به د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي

د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره هيله ښيي چې د مزار شريف او د ازبکستان د تاشکند ترمنځ الوتنې پيل شي.

د دې ادارې وياند ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان او ازبکستان د هوايي چلن ادارو استازو ترمنځ د موافقې لاسليک دغو الوتنو ته زمينه برابره کړې ده.

قاسم رحيمي نن ازادۍ راډيو ته وويل:

”د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې وړاندوينه دا ده چې د ازبکستان په ګډون د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره د هوا له لارې د مسافرو تګ راتګ کولاى شي، د افغانستان په اقتصادي وده کې فوق العاده اغېزناک رول ولري.“

د ښاغلي رحيمي په خبره د مزار شريف او تاشکند ترمنځ د الوتنو د پيل لپاره موافقه د روانې اوونۍ په لومړيو کې لاسليک شوې ده.

لا معلومه نه ده چې د مزار شريف او تاشکند ترمنځ به دغه الوتنې کله پيلېږي او په اوونۍ کې به څو الوتنې وي.

دا مهال کام اير هوايي شرکت د کابل او تاشکند ترمنځ په اوونۍ کې دوې الوتنې لري.