"د افغانستان امريکايي پوهنتون دوه استادان ښايي خوشي نه شي"

د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني

د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې انستیتوت کې د وینا پرمهال ویلي، ښايي د افغانستان امريکايي پوهنتون دوه استادان خوشي نه شي.

دغه انستیتوت د مېرمن غني دا خبره پر خپله ټويټرپاڼه خپره کړې ده.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د امریکايي کیون کینګ او استرالیايي تیموتي ویکس په بدل کې د حقاني شبکې د مشر د ورور انس حقاني او دوو طالب مشرانو حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري د راخوشي کولو د پرېکړې اعلان وکړ.

مېرمن غني ويلي، داسې ښکارېده چې د دوو استادانو په بدل کې چې طالبانو سره بندیان دي، د حقاني د ورور په ګډون د درېیو طالبانو د راخوشي کولو په اړه د خبرو فرصت وو.

مېرمن غني ویلي: "دې کار نتيجه ورنه کړه او ډاډه نه یم ولې، خو ښايي یوه اړخ خپله ژمنه نه ده عملي کړې."

هغې زياته کړه چې وضعیت ډېر پېچلی دی.

مېرمن غني د خبرو پر مهال وویل، د امريکايي پوهنتون استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې په برخه کې باید هماهنګ او په یوه غږ عمل وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، حقاني، مالي خان او عمري له بګرام زندانه نه دي راخوشي شوي.

رويټرز خبري اژانس د افغانستان یوه حکومتي چارواکي له قوله ویلي چې له درېیو طالبانو سره د دوو لویديځو برمته نيول شويو زندانیانو د تبادلې خبره وځنډېده.

د طالب سرچینو له قوله ویل شوي چې دا استادان یې یوه نوي او امن ځای ته انتقال کړي دي. هغوی په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تښتول شوي وو.