ټرمپ له اردوغان سره ولیدل

(ښی-کیڼ) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي.

په وروستیو کلونو کې د دواړو اړیکې ترینګلې شوې دي.

خو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د رجب طیب اردوغان تود هرکلی وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په دې کتنه کې به پر دوو مهمو مسئلو چې د واشنګټن او انقرې اړیکې یې کړکېچنې کړې دي، بحث وشي چې یوه‌یې د سوریې په شمال کې د کردانو پر سیمو د ترک ځواکونو حمله او بله‌یې له روسیې د دفاعي سیستمونو اخیستل دي.

ترکیې د روان کال په دوبي کې د روسیې «اس-۴۰۰» توغندويي دفاعي سیستم تر لاسه کړ.

واشنګټن له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې د توغندويي ضد دفاعي سیستم له هغو سیستمونو سره اړخ نه‌لګوي چې د ناټو غړي هېوادونه‌یې لري.