د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان ښايي وځنډېږي

په پام کې وه چې د انتخاباتو کمیسیون د میزان په ۲۷مه د جمهوري ریاست انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ښايي د میزان ۶مې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې پر خپل وخت اعلان نه‌شي.

په پام کې وه چې کمېسیون د راروانې شنبې په ورځ (میزان ۲۷مه) ابتدايي پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل: "امکان شته چې د ابتدايي پایلو اعلان وځنډېږي. موږ هڅه کوو چې تورې او سپینې رأیې، بایومټریک شوې، قرنطین شوې او غیر بایومټریک رأيې سره جلا کړو."

ښاغلي ابراهیمي وویل چې د بایومټریک معلوماتو د ثبت له دستګاوو څخه سرور یا د معلوماتو د ثبت مرکزي سیستم ته د معلوماتو د انتقال پروسه بشپړه شوه، خو د انټرنټ د کمزورتیا له امله دا پروسه هم په ځنډ بشپړه شوې ده.

ابراهیمي وویل چې اوس‌مهال سرور ته د قرنطین شویو بایومټریک معلوماتو پر انتقال کار روان دی.

هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو د ۲۲۵۸۸ محلونو د بایومټریک معلوماتو پر اساس، موږ تر اوسه یو میلیون او ۷۳۷۸۷ رأیې ګڼلې دي، خو د ۳۹۰۰ محلونو رأیې پاتې دي چې باید تصفیه شي او بیا به د رأیې ورکوونکو دقیق شمېر اعلان شي."

د ابراهیمي په وینا، د بایومټریک معلوماتو پر اساس ثبت شوې رأیې هم تصفیې ته اړتیا لري چې دا هم ښايي د ابتدايي پایلو په اعلان کې ځنډ پېښ کړي.

د ټاکنو پر پایلو په کورنیو او بهرنیو سیاسي کړیو کې تاوده بحثونه روان دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې خاص استازي رولاند کوبیا پرون په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر ټاکنو غږېدلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د اروپايي اتحادیې استازي ویلي چې د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو دا وار زیاته هڅه کړې چې ښه انتخابات وشي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي، تدامیچی یاماموتو هم پرون د جمهوري ریاست لپاره له کاندیدانو سره په کتنه کې، د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو د بې‌پرې او شفاف کار پر اهمیت ټینګار کړی.