د ډونالد ټرمپ استیضاح قضیه کې مرستیال ولسمشر او د ټرمپ وکیل همکاري نه کوي

مایک پنس د خپل وکیل له لارې ویلي د اوکراین د قضیې په ارتباط له ده د کانګرس د استازیو جرګې درېیو کمېټو د اسنادو یو لوی لیست غوښتی خو دی یې ورته نه برابروي.

د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي وکیل رودي جولیاني ویلي چې دوی د ولسمشر د استیضاح په اړه د کانګرس له تحقیقاتو سره همکاري نه کوي.

مایک پنس د خپل وکیل له لارې ویلي د اوکراین د قضیې په ارتباط له ده د کانګرس د استازیو جرګې درېیو کمېټو د اسنادو یو لوی لیست غوښتی خو دی یې ورته نه برابروي.

جولیاني ویلي دی هم له کانګرس سره همکاري نه کوي او ښايي د کانګرس له تورونو سره مخامخ شي.

په دې اړه څېړنې روانې دي چې ایا ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هانټر په اړه د تحقیقاتو د غوښتنې په کولو سره له خپل مقامه ناوړه استفاده کړې ده که نه؟

ښاغلي ټرمپ بایډن او د هغه زوی په اوکراین کې په سیاسي فعالیتونو او سوداګریز کاروبار کې په فساد تورن کړي، خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې هېڅ راز اسناد نه دي وړاندې کړي.

د څېړنو په دوام به سبا په اروپايي ټولنه کې د امریکا د خاص استازي ګورډن سانډلنډ د استازیو جرګې د یوې غونډې په وړاندې سپیناوی وکړي.

د سانډلنډ د سپيناوي تمه وروسته له هغه کیږي چې ډیموکراتانو اوکراین ته د پخواني ځانګړي استازي کورټ وولکر په شمول له ځینو سفیرانو سره د هغه د پیغامونو متنونه خپاره کړل.

په دې پیغامونو کې سپينې ماڼۍ ته د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د سفر بحثونه کېدل.