په پېښور کې افغان کونسلګري احتجاجاً تړل شوې

Locator Sohbatpur map Pashto

د پاکستان لپاره د افغانستان سفارت وايي په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د احتجاج په ډول تر نامعلومې مودې وتړل شوه.

سفارت وايي دا پرېکړه يې وروسته له هغې وکړه، چې د پاکستان پوليسو په پېښور کې پر ”افغان مارکېټ“ چاپه ووهله.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت نن په اعلاميه کې ويلي: له افغان مارکېټ څخه د افغانستان د بيرغ ليرې کول، د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف عمل دى.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله اعلاميه کې دغه چاپه وغندله او د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت يې د دغه مارکيټ د مالکيت په لانجه کې په يوطرفه پرېکړه تورن کړ.

بلخوا په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل محمد هاشم نيازي ازادۍ راډيو ته وويل:

”موږ احتجاجاً د افغانستان قونسلګري تر نامعلومې مودې پورې وتړله. له پاکستاني مقاماتو مو غوښتنه دا ده چې دا مسئله له ډيپلوماتيکو لارو حل کړي. موږ نه غواړو حالت بلې خوا ته لاړ شي.“

که څه هم کابل وايي افغان مارکېټ د افغانستان د ملي بانک ملکيت دى، خو د پېښور عالي محکمې څو ورځې مخکې حکم ورکړ، چې دا د شوکت کشميري په نوم د يوه پاکستاني ملکيت دى.

محکمې د پېښور چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې دغه وداني تشه او کشميري ته يې تسليم کړي.