د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی نن اسلام اباد ته ځي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د طالبانو پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره "پر یولړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي."

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی به نن چهارشنبه (میزان ۱۰مه) اسلام اباد ته سفر وکړي.

ښاغلي شاهین پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې دا سفر د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه ترسره کېږي.

نوموړي له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د خبرو د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې دوی به "پر یولړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي."

اسلام اباد ته د طالبانو د سفر تر اعلان وروسته د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې سوله کابل ته لومړیتوب لري او هغه سوله چې د افغانستان د دولت په مشرۍ او مالیکت مخته یوړل شي، په دغه هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې تامینېدو سبب کېږي.

ښاغلي صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې زیاتوي: "د سولې په هغه پروسه کې چې د افغانستان دولت یې مشري او مالکیت ونه لري، د هېڅ ډول پرمختګ شاهد به ونه اوسو. سوله د افغانستان د خلکو یوه عمده غوښتنه ده."

طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، دا د سیمې هېوادونو ته د طالبانو څلورم سفر دی. وړاندې طالب استازو روسیې، ایران او چین ته سفرونه کړي و چې د افغانستان د سولې په ټپه درېدلی بهیر یې د بحث له موضوعاتو و.

په ورته وخت کې یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم اسلام اباد ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې طالب استازي به له ښاغلي خلیل زاد سره هم وګوري. د افغانستان یوې حکومتي سرچینې هم ازادي راډیو ته تائید کړه چې خلیل زاد به له طالبانو سره وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په ۸مه وروسته له هغه له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل چې دغې ډلې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل.

کابل له طالبانو سره د سولې خبرو بیا پیلېدو په لټه کې دی

محب: که طالبان سوله ونه‌کړي، موږ به جګړې ته دوام ورکړو

ددغو نهه میاشتنیو مذاکراتو په لړ کې چې په نهو پړاوونو کې ترسره شول، دواړه لوري په اصولو کې یوې هوکړې ته رسېدلي وو.

د ټرمپ تر پرېکړې وروسته طالبانو له واشنګټن څخه وغوښتل چې د سولې مذاکرات له سره پيل کړي. ټرمپ ویلي و چې مذاکراتو ته لا ډېرې ښې لارې وې، خو طالبان پوهېږي چې لویه تېروتنه یې وکړه.

وړاندې چینايي او پاکستاني چارواکو هم پر امریکا غږ کړی چې له طالبانو سره مذاکرات بېرته پيل کړي. پیکنګ د سپټمبر په ۲۳مه وویل، دوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي حکومت تمه لري، د سولې هغه مذاکرات چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کې په ټپه ودرېدې، بېرته له سره پيل شي.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، که طالبان غواړي واقعاً له حکومت سره سوله وکړي، لومړى دې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار پرون ناوخته په نيويارک کې د بهرنيو اړيکو په شورا کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال ویلي، که طالبان غواړي واقعاً له حکومت سره سوله وکړي، لومړى دې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

ښاغلي محب وویل، "هغه وخت هم چې مذاکرې روانې وې، هر چا دا تاييدوله چې دا به په هېواد کې تاوتريخوالى ختم نه کړي. نو کله دغسې مذاکرې د افغانانو په وړاندې د تاوتريخوالي د بندېدو سبب نه شي، دا سوله نه ده. يو دليل چې موږ غواړو طالبان په حکومتولۍ کې شامل کړو، دا دى چې دوى دې زموږ د خلکو په وړاندې تاوتريخوالى بند کړي."

د افغانستان حکومتي چارواکو وړاندې هم ویلي چې د سولې خبرې یوازې هغه مهال کېدای شي چې طالبان اوربند ومني.