ایران کې محکمې څلور کسان امریکا او بریتانیا ته پر جاسوسۍ مجرم وپېژندل

د ایران یوې محکمې امریکا ته د جاسوسۍ په جرم د درېیو کسانو له ډلې یو یې په اعدام محکوم کړی، خو هویت یې تراسه پټ ساتل شوی.

د ایران د قضائیه قوې چارواکي وایي، محکمې درې کسان امريکا او يو تن بريتانيا ته پر جاسوسۍ مجرم وپېژندل او له دې ډلې یو تن په اعدام محکوم شو.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون (اکتوبر لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ترڅو چې سترې محکمې اجازه نه وي ورکړې، امريکا ته د جاسوسۍ په تور په اعدام د محکوم شوي شخص هويت پټ ساتل کېږي.

ښاغلي اسماعیلي زیاته کړه: "کله چې د فرد نوم اخيستل کېږي او دوسيه لا هم د لومړنيو تحقيقاتو په پروسه کې ده، موږ په وار وار ويلي چې د قانون له مخې نور جزئيات نه شو ورکولاى؛ خو د دغه شخص نيول کېدل دقيق دي."

نوموړي وويل، دوه نور کسان، علي نفرئيه او محمد علي باباپور د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) ته د کار کولو په تور هریو په لس کاله بند محکوم شول.

دغه ايراني چارواکي زياته کړه، د امين نصاب په نوم بل شخص بريتانيا ته د جاسوسۍ په تور په لس کلن بند محکوم شوى دى.

ايران په وروستيو کې غرب ته د جاسوسۍ په تور د اشخاصو نيول زيات کړي دي.