غزني کې لسګونو کسانو د ولسي خلکو پر وژل کېدو اعتراض وکړ

د دولتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي مرګ ژوبلې په وروستیو میاشتو کې ډېر اعتراضونه راپارولي.

د افغانستان د جنوبي ولایت غزني لسګونو اوسېدونکو په خواجه عمري ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د ولسي خلکو پر وژل کېدو اعتراضي لاریون وکړ.

لاریون کوونکي د دولت او بهرنیو ځواکونو پرضد شعار ورکاوه او ددغې ولسوالۍ په ده حاجي کلي کې د وژل شویو شپږو کسانو مړي له ځان سره د غزني مرکز ته راوړي وو.

اعتراض کوونکو ویل چې دغه کسان ملکيان دي او تېر ماښام د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

غزني ښار ته له ننوتو وړاندې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ شخړه هم شوې چې د پولیسو په ډزو کې څلور کسان ټپيان شوي دي.

اعتراض کوونکو ونه ویل چې په برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه، خو د غزني والي وحیدالله کلیمزی وایي، په دغه برید کې پنځه مخالفان هم وژل شوي دي.

هلمند کې د "ملکیانو، طالبانو او القاعده" د وژل کېدو راپورونه

د بشري حقونو کمېسیون: په تېره اوونۍ کې ۷۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۷ ټپیان شول

ښاغلي کلیمزي ازادي راډیو ته تائید کړه چې په برید کې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

هغه وویل: "خامخا ملکي وګړي به هم هلته په خپله باغ، باغچه کې وو، او دغه تروریستان د الوتکو تر څار لاندې وو. د حملې په نتیجه کې پنځه طالبان له منځه ولاړل، خو یوشمېر ملکي وګړي هم زیانمن شوي او په شهادت رسېدلي دي."

د غزني والي زیاته کړه چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې ده.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت په غزني د طالبانو یوه قومندان د وژل کېدو خبره کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي مولوي عبدالحنان غزني کې د طالبانو قومندان او د نظامي شورا کمیسیون غړی و.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي مولوي عبدالحنان غزني کې د طالبانو قومندان او د نظامي شورا کمیسیون غړی و.

ددغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالحنان چې د طالبانو قومندان او ددغې ډلې د نظامي کمیسیون غړی و، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

د دولتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي مرګ ژوبلې په وروستیو میاشتو کې ډېر اعتراضونه راپارولي.

د ښکېلو غاړو ترمنځ د جګړې توندېدو سره د ولسي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. که څه هم حکومت په وار وار ملکیانو ته د تلفاتو اوښتو د مخنیوي ژمنه کړې، خو ښکاري چې لا هم دغه ستونزه موجوده ده.

د دولت نیوکه دا ده چې طالبان له عامو خلکو او د هغوی له کورونو د سپر او د ځان د خوندیتوب لپاره کار اخلي او همدا لامل کېږ چې ولسي مرګ ژوبله رامنځته شي.