د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ایران د جګړې او ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ

ډونالد ټرمپ دوهم کس و چې د ملګرو ملتونو ۷۴مې عمومي اسامبلې ته‌یې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې پر ایران تندې نیوکې وکړې.

ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل، د نړۍ سوله خوښو هېوادونو ته تر ټولو لوی امنیتي ګواښ د ایران د رژیم له‌خوا متوجې دی.

ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م اجلاس کې په ایران ډېر انتقادونه وکړل.

هغه وویل، د ایران رژیم د خپلو خلکو لپاره کار نه‌دی کړی او پر ځای یې د سوریې او یمن جګړه توده ساتلې ده.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "د ورانۍ او وژنو په برخه کې د ایران د رژیم ریکارډ موږ ټولو ته څرګند دی. ایران نه‌یوازې دا چې په نړۍ کې د ترهګرو لومړی درجه ملاتړی هېواد دی، بلکې د دغه هېواد رهبرانو په سوریه او یمن کې د جګړې اور تود ساتلی دی."

د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې له خپلې پالېسۍ دفاع وکړه او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د تهران پر وړاندې ګام پورته کړي.

د ښاغلي ټرمپ په خبره، په نړۍ کې هېڅ یو با مسؤلیته هېواد باید په وینه تویونه کې د ایران همکار ونه‌اوسي.

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام ایران د سعودي عربستان پر نفتي تأسیساتو په برید هم تورن کړ.

د سعودي عربستان په نفتي تأسیساتو برید

د یمن حوثیانو چې ایران‌یې ملاتړ کوي، د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست، خو تهران په دغه حمله کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د سعودي چارواکو د سپټمبر په ۱۴مه نېټه پر خپلو دوو تأسیساتو د برید په اړه خبر ورکړی و.

ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي هوکړه‌لیک د امریکا تر وتلو وروسته دغه هېواد د تېر کال په مې میاشت کې پر تهران خپلو تحریمونو ته زور ورکړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومی اجلاس په څنډه کې خبریالانو ته وویل، که هېواد یې د امریکا له تحریمونو خلاص شي، په هغه صورت کې به په اټمي هوکړه‌لیک کې د بدلونونو په اړه بیا کتنه وکړي.

حسن روحاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومی اجلاس په څنډه کې خبریالانو ته د وینا پر مهال

داسې ویل کېدل چې ټرمپ او روحاني به د ملګرو ملتونو د اجلاس په څنډه کې له یو بل سره وګوري، خو امریکايی او ایراني چارواکو دا وړاندوینې رد کړې دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان کړی چې چمتو دی د امریکا او ایران د ولسمشرانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو ډونالد ټرمپ دا وړاندیز رد کړی او ویلي دي چې منځګړي ته اړتیا نه‌لري، ځکه د هغه په خبره ایرانیان پوهېږي چې چا سره خبرې وکړي.