جرمني او فرانسې هم ایران د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید مسئول بللی

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د جرمني صدراعظمې انګېلا میرکل، د بریتانیا صدراغظم بوریس جانسن په نیویارک کې سره کتلي او په یوه ګډه اعلامیه کې یې ایران د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید مسئول بللی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د ملګروملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي، خو نوموړی پرون په ډاګه کړې چې خبرې به یې تر ډېره پر ایران ورټولې وي.

په عین حال کې هغو اروپایي هیوادونو چې له ایران سره یې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون لاسلیک کړی، هم د واشنګټن او ریاض د هغې ادعا ملاتړ وکړ چې ایران یې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د حملې مسول بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی ټرمپ پر تهران د اعظمي فشار راوړلو لپاره خپلې ستراتیژۍ ته د ملاتړ د جلبولو هڅه کوي.

ښاغلي ټرمپ پرون (دوشنبه، سپټمبر ۲۳مه) خبریالانو ته د خپلې وینا د مهمو ټکو د بیانولو پرمهال وویل، متحده ایالات پر ایران هومره ډېر فشار راوستی دی چې پخوا تردې یې ساری نه لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه د ایران په اړه ډېر څه پېښېږي، تر هغه څه زیات چې رسنۍ ترې خبرېږي.

ټاکل شوې چې ټرمپ د امریکا په وخت نن سهار د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي خو دقیق وخت یې تراوسه نه دی معلوم.

ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیلولو راهیسې د ایران پر وړاندې کلک دریځ غوره کړی او تېرکال له ایران سره د شپږو لویو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې ووت.

له هغې راهیسې یې پر ایران د اټمي پروګرام د محدودولو لپاره بیرته بندیزونه لګولي دي.

فرانسې، جرمني او برتانیا چې دغه تړون یې لاسلیک کړی، تراوسه یې هڅه کړي چې هغه وساتي خو په عین حال کې یې په فارس خلیج کې پرکښتیو د حملو او هم د سعودي عربستان د تېلو پر سترو تاسیساتو وروستیو حملو ته په پام، د تهران د لمسونکو اقداماتو پرضد خبرداری هم ورکړی دی.

که څه هم د سعودي عربستان د تېلو پر دوو سترو چاڼ ځایونو د حملو مسولیت په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو اخیستی، خو امریکا او سعودي ایران د دغې حملې مسئول بولي.

پرون د فرانسې، جرمني او بریتانیا مشرانو هم د واشنګټن او ریاض د دغې ادعا ملاتړ وکړاو ویې ویل، دا روښانه ده چې ایران د دغې حملې مسئول دی.

په هغې اعلامیې کې چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل پرون په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې ترغونډې وروسته په ګډه خپره کړې، درې واړو مشرانو ویلي، دا موږ ته واضح شوې چې د تیلو پر دوو تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو او کروز میزایلو حمله د ایران کار دی.

درې واړو مشرانو زیاته کړه، د بل احتمال تصور نه شي کیدای او ویلي یې دي چې دوی د هغې څیړنې ملاتړ کوي چې د دغې حملې نورجزییات معلوموي.

ایران دغه تورونه رد کړي او خبرداری یې ورکړی چې که د دغه هیواد پر پولو تیری وشي، نو په سیمه کې به پراخې جګړې ته زمینه برابره کړي.