اشرف غني په هلمند کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو امر کړی

ښاغلي غني ویلي چې ملکي تلفات ورته د منلو او زغم وړ نه دي او دولتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې د مخنیوي په هدف یې لا زیات تدابیر ونیسي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند په موسی قلعه کې د دوشنبې شپې (وږي ۳۱مه) په عملیاتو کې ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د څېړلو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو امر کړی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د موسی قلعه ولسوالۍ په تخته پل کې پر کورنیو او بهرنیو وسله والو د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي.

ارګ د وژل شویو ملکي کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړي پرون ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې ۱۴ ولسي کسان وژل شوي.

خو د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي مجید اخندزاده بیا په دغو عملیاتو کې د څلوېښتو ملکیانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي: "جمهوررئیس غني په دغه پېښه کې د ملکي وګړو په شهادت سخت خواشینی شو او د هلمند والي ته یې د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې په موخه د یو پلاوی د ټاکلو لارښوونه وګړه چې خپلې موندنې ژر له حکومت سره شریکې کړي؛ دغه راز یې ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې."

ښاغلي غني ویلي چې ملکي تلفات ورته د منلو او زغم وړ نه دي او دولتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې د مخنیوي په هدف یې لا زیات تدابیر ونیسي.

خو ارګ د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان بولي چې په وینا یې له عامو خلکو د سپر په توګه کار اخلي.