ملي ارمان: ټرمپ په یوه لغته خلیل‌زاد او طالبان له خوبه راویښ کړل

د کابل ورځپاڼو کې د افغانستان د سولې بهیر د سر موضوع ده

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو او د افغانستان سولې د برخلیک په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې "طالبان دې د ټرمپ له ټویټونو درس واخلي".

د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي ټرمپ که څه هم په ښکاره د کابل په شش درک کې د تېرې اوونۍ چاودنه چې یو امریکايي عسکر په‌کې ووژل شو، د خپل وروستي دریځ لامل بللی، خو داسې ښکاري چې د هغه په ګډون د امریکا لوړپوړي چارواکي، د کانګرس غړي او عام خلک له طالبانو سره پر کېدونکي توافق راضي نه‌وو.

سرمقاله لیکونکی باور لري چې که له طالبانو سره دغه هوکړه شوې وی، نه‌یوازې یې افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور لګاوه، بلکې نړۍ به هم ترې په امن کې نه‌وه پاتې.

ورځپاڼه زیاتوي، همدا لامل وو چې د امریکا کانګرس‌يې په اړه وضاحت وغوښت. د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دغې هوکړې له لاسلیکولو ډډه وکړه او بالاخره د امریکا ولسمشر دا ۱۰ میاشتنۍ پروسه لغوه کړه.

سرخط لیکي، طالبان چې تل يې له امریکايي لوري سره په خبرو ټینګار کړی اوس به پوه شوي وي چې له بهرنیانو سره خبرې اترې څه معنی لري او په کومه بیه ورته تمامېږي؟

په سرمقاله کې راغلي دي چې طالبان باید اوس پوه شي چې د دوی ۱۰ میاشتنۍ خبرې د ټرمپ د یوه ټویټ ارزښت هم نه‌لري.

ورځپاڼه لیکي، دا واقعیت دی ترڅو چې افغانان خپلمنځي ستونزې په خپلو کې حل نه‌کړی او د یوې تلپاتې سولې په هدف اول اوربند ونه‌شي، دواړه اړخونه هېڅکله د جګړې له لارې سولې ته نه‌شي رسېدلی.

لیکوال وړاندیز کوي چې اوس نو په‌کار ده چې طالبان او دولت په خپلو کې سره کېني او د اوربند په کولو سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې عنوان لاندې لیکلې چې "ټرمپ په یوه لغته خلیل‌زاد او طالبان له خوبه راویښ کړل".

په سرمقاله کې ویل شوي چې طالبانو د افغانستان د بیا نیولو او امارت جوړولو خوب لیدلی و، خو ولسمشر ټرمپ د دوی هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې.

د سرمقالې لیکوال وایي چې خلیل‌زاد په دې ډرامه کې مرکزي رول درلود او داسې فکر یې کاوه چې کېدای شي دا منډې ترړې یې نتیجه ورکړي او دی د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کړې چې د افغانستان دولت او امریکا باید اوس روښانه دریځ ولري او پرېنږدي چې په افغانستان کې وضعیت لاپسې خراب شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې سوله چا او ولې سبوتاژ کړه؟

لیکوال له امریکا او طالبانو غواړي چې دغه پوښتنه دې حتماً ځواب کړي، ترڅو د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه پرې پوه شي.

د سرمقالې د لیکوال په اند، د سولې لپاره لاهم فرصت شته او باید له دغه فرصته استفاده وشي او دواړه خواوې سولې او د تشدد کموالي ته ژمن شي.

د سرمقالې لیکوال پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې پرېنږدي د سولې روانه پروسه ناکامه او بدنامه شي، باید د افغانستان نړیوال همکاران د دغه بهیر په کامیابولو کې مرسته وکړي.