د امریکا ولسمشر: له طالبانو سره خبرې له‌منځه تللې دي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ؛ "په خپله مې پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره خبرې لغوه شي."

له طالبانو سره د مذاکراتو تر درولو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې دغه مذاکرات له‌منځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۰۹» په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کول‌یې خپله پرېکړه وه.

ښاغلی ټرمپ وايي: "تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې له‌منځه تللي دي. هغوی فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل. دا کار زما سره نه‌شي کولای، ځکه هغسې چې زه پوهېږم، خبرې له‌منځه تللې دي."

د امریکا ولسمشر تر دغو څرګندونو وړاندې هم د دوشنبې په ماښام پر ټویټرپاڼه ولیکل چې په تېرو څلورو ورځو کې یې دښمن ته دومره ګوزار ورکړی چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې نه‌و ورکړی.

د امریکا ولسمشر په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې ډېر جعلي راپورونه خپاره شوي چې ګواکې ده خپل مرستیال او سلاکاران په کمپ ډېوېډ کې د طالبانو د لیدنې په موضوع کې له پامه غورځولي دي.

د ښاغلي ټرمپ په خبره دا موضوع حقیقت نه‌لري، ځکه د ده په باور هغه تل فکر کوي چې خبري تر ټولو غوره لار ده، خو وایي په دې اړه‌یې غوره ګڼلې چې دا کار ونه‌کړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالبانو د پنجشنبې ورځې تر ځانمرګي برید وروسته په یوه بېړني اقدام کې د شنبې په شپه د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کې یې د سولې خبرې ودرولې. په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

په پام کې وه ښاغلی ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په استراحت ځای یا کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او همداراز له ولسمشر اشرف غني سره وویني.

ډونالد ترمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړې

د افغانستان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې سوله له اوربند پرته امکان نه‌لري.

سوله له اوربند پرته امکان نه‌لري

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ له «سي اېن اېن» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه ښیي چې هغه د افغانستان وضعیت ښه درک کړی دی.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "موږ په دې باور یو چې د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د هغه توافق په اړه د افغانستان د خلکو د اندېښنو په اړه یو غبرګون وو چې له نیمګړتیاوو ډک دی او یا د امتیاز اخیستلو لپاره یوه معامله او هم د هغې ډلې لپاره چې په تاوتریخوالي کې ښکېل ده، د نفوذ زمینه برابروي. زموږ باور دا دی چې دا پرېکړه زموږ د اندېښنو یو قوي درک وو چې موږ له ډېرو امریکایي چارواکو سره شریک کړی دی."

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د معرفي کولو پر مهال وویل چې له اوربند پرته خبرې نا ممکنه دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د ملي امنیت سرپرست د معرفۍ په غونډه کې؛ "له اوربند پرته خبرې نا ممکنه دي."

د افغانستان د ولسمشر ویاند هم د افغان حکومت پر دې غوښتنې ټینګار کړی او طالبان‌یې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو مسؤل ګڼلي دي.

ښاغلی صدیقي وايي: "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې هېڅ ډول ژمنه نه‌شته، ځکه نو موږ چې څه غواړو هغه د طالبانو له لوري بېړنی اوربند دی."

په همدې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېت مک‌کنزي افغانستان ته د تېرې شپې په سفر کې وویل چې د امریکا پوځ ښایي د طالبانو پر وړاندې عملیات ډېر کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېت مک‌کنزي؛ "د امریکا پوځ ښایي د طالبانو پر وړاندې عملیات ډېر کړي."

نوموړي وویل چې دوی به په افغانستان کې چوپ پاتې نه‌شي او اجازه نه‌ورکوي هغه څه ته چې دوی یې د ځان بریا بولي، ورسېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد شااوخوا نهه میاشتې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره مذاکرات وکړل او په اصولو کې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسولو لپاره پر یوه توافق هم سره سلا شول.

خو ولسمشر ټرمپ چې د توافق په اړه‌یې وروستۍ پرېکړه کوله، له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل.

طالبانو په غبرګون کې وویل، د امریکا د ولسمشر دغه پرېکړه به تر هر چا ډېر تاوان په خپله امریکا ته واړوي، "اعتبار به‌یې زیانمن کړي، مالي او ځاني تلفات به ډېر او په سیاسي تعامل کې به د امریکا رول متزلزل وښيي."

دغې ډلې ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې چې د سولې خبرې روانې وې، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی و او ورسره د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې هم زیاتوالی راغلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د یکشنبې په ورځ (۱۳۹۸ کال د وږې ۱۷) ویلي و، امریکا به هم پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي او د هغه په خبره یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان په جګړو کې وژل شوي دي.