خلیل‌زاد د 'امریکا او طالبانو د هوکړې د مسودې کاپي' افغان حکومت ته نه‌ده سپارلې

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه

د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د هوکړې مسوده يوازې افغان چارواکو ته ښودل شوې، ورته سپارل شوې نه‌ده.

دغه خبره په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلې ده.

ښاغلي عمر زیاته کړې چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته د سولې د هوکړې د مسودې يوه کاپي ښودلې ده.

دی لیکلي، د افغانستان د سولې په اړه به د افغان حکومت او د ښاغلي خلیل‌زاد د ټیم ترمنځ خبرې دوام کوي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي، زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د سولې د هوکړې د مسودې جزئیات له دوی سره شریک کړي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حکومت به د دغه سند د متن له ارزولو وروسته په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

ښاغلی صدیقي وايي: "د هغې هوکړې جزئیات چې ټاکل شوې وروستۍ شي، د افغانستان د حکومت او ولسمشر سره هغوی شریک کړل، افغان حکومت به په پوره غور او د هېواد ملي ګټو په چوکاټ کې د دغه سند جزئیات ارزوي او د هېواد د اکثریتو وګړو د غوښتنو سره سم به په دې اړه بحث کوي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته د ځواب ورکولو پر مهال

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې افغان حکومت به د دغه سند له ارزولو وروسته له ښاغلي خلیل‌زاد او د هغه له ټیم سره په دې اړه خپل نظریات شریک کړي.

بل‌خوا د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امېد میثم ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي خلیل‌زاد له غرمې وروسته له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ورسره‌یې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د دوحې د خبرو اترو جزئیات شریک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات د اګسټ پر ۳۱مه پای ته ورسېدل.

د دغو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته زلمي خلیل‌زاد وویل چې دواړه لوري د يوې داسې هوکړې په درشل کې دي چې په افغانستان کې به تاوتریخوالی کم او د تل‌پاتې سولې ټینګېدو ته زمینه برابره کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د لیدنې پر مهال

خو اوس پوښتنه دا ده چې ښاغلي خلیل‌زاد ولې د سولې د هوکړې د مسودې متن افغان چارواکو ته نه‌دی سپارلی؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم‌یې لاملونو ته داسې اشاره کوي: "دا چې دغه متن افغان چارواکو ته نه‌ورکوي، دا په خپل ذات کې د ډېر ژور چاود ښکاروندیي کوي، خلیل‌زاد لا هم په افغان حکومت بې‌باوره دی، په ځانګړې توګه په ښاغلي غني او عبدالله باندې."

د ښاغلي خادم په خبره، په کار وه چې د يوه مهم اړخ په توګه د سولې د هوکړې د مسودې متن له افغان حکومت سره شریک شوی وی.