سرچینې: په افغانستان کې د ایران او امریکا د همکارۍ لپاره پټ چینلونه فعال شوي

(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (کین) د ایران ولسمشر حسن روحاني

لوېدیځ منځګړي هڅه کوي چې دوه دښمن هېوادونه، امریکا او ایران وهڅوي چې په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې سره همکاري وکړي.

د امریکايي چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې په افغانستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د همکارۍ د رامنځته کولو لپاره پټ چینلونه فعال شوي.

سرچینې وايي، دا منځګړي له میاشتو راهیسې په پټه د واشنګټن او تهران ترمنځ پیغامونه په دې هیله وړي راوړي چې دواړه لوري به په داسې حال کې خبرې سره وکړي چې د ځینو مسایلو په اړه د دوی دښمني د پراخېدو په حال کې ده.

روېټرز خبري اژانس د هغې سرچینې په حواله چې د دې تماسونو له جریانه خبر دی، خو نه‌غواړي خپل هویت افشا کړي لیکي، افغانستان د دواړو ترمنځ مشترک ټکی دی.

دغه اژانس راپور ورکوي چې متحده ایالات او ایران له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډون ځینې ګډې ګټې هم لري او منځګړي غواړي چې دواړه هېوادونه د همدې ګډو ګټو پر بنسټ سره نږدې کړي.

د افغانستان په هلمند ولایت کې امریکايي ځواکونه

دغه‌راز لیکي چې متحده ایالات او ایران دواړه په دې کې ګډې ګټې لري چې له افغانستانه د څه باندې ۲۰ زره نړیوالو پوځیانو د وتلو په صورت کې باید دا خبره یقیني شي چې هلته به داسې کورنۍ جګړه نه‌پیلېږي چې په نتیجه کې یې د طالبانو د واکمنۍ د مهال په څېر د اسلام افراطي بڼه واکمنه شي او هم باید القاعده او نورې ترورېستي ډلې ونه‌شي کړای په دې هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د روېټرز په راپور کې د سیمه‌ییزو مسایلو د کارپوهانو له قوله لیکل شوي دي چې همداراز ایران نه‌غواړي په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په صورت کې نور افغان کډوال دې هېواد ته ولاړ شي ځکه اقتصاد یې د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې هسې هم سخت زیانمن شوی دی.

په یوه پیغام کې چې واشنګټن ته استول شوی او روېټرز اژانس ته هم رسېدلی دی د طالبانو او امریکايي چارواکو په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د سیاسي حل لپاره د بین‌الافغاني خبرو په اړه د ایران د اندېښنو یادونه شوې ده.

ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال

په پیغام کې ویل شوي، په داسې حال کې چې طالبانو له پوځي پلوه بریاوې ترلاسه کړي، د زلمي خلیل‌زاد په هڅو کې هم دې ډلې ته سیاسي تفوق ورکړل شوی.

پیغام زیاتوي چې د طالبانو مشرانو ایراني مرکچیانو ته ویلي دي چې له داسې یوه اسلامي امارت پرته چې طالبان به پراخ ګډون په‌کې لري په بل څه نه‌قانع کېږي.

د ایران چارواکو په پیغام کې دا یادونه هم شوې چې د سولې په نویو هڅو کې باید افغان حکومت ټاکونکی رول ولري حال دا چې په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو په خبرو کې کابل له پامه غورځول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

یوې بلې سرچینې چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت سلاکار جان بولتون پر ایران د بندیزونو له لیرې کولو او د افغانستان په اړه له ایراني چارواکو سره د خبرو مخالفت کړی ځکه باور لري چې که له تهران څخه دا غوښتنه وشي، نو ښايي ویې‌مني.

سپینې ماڼۍ د روېټرز د راپور په اړه له تبصرې ډډه وکړه او ایراني چارواکي هم تل رسماً له امریکايي چارواکو سره د هرې مسئلې په اړه د پټو چینلونو احتمال ردوي.