زلمی خلیل‌زاد وايي د سولې په مذاکراتو کې یې ښه پرمختګ درلود

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره د امریکايي چارواکو یوه لیدنه. February 26, 2019

امریکایي چارواکو په دوحه کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښه پرمختګ خبره کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۸ کال د زمري ۱۴» پر ټویټر لیکلي چې دی "د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ په هدف هند ته روانېږي او ټیم به‌یې له طالب استازو سره د موافقې پر تخنیکي مسایلو بحث ته دوام ورکړي"، خو زیات جزئیات‌یې نه‌دي روښانه کړي.

زلمي خلیل‌زاد وړاندې لیکلي: "تېره اوونۍ د کابل سفر ښو پرمختګونو ته په پام ما تېرې څو ورځې په دوحه کې تېرې کړې او له طالبانو سره د یوې موافقې د بشپړېدو پر پاتې مسایلو مو تمرکز وکړ. هغه موافقه چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر شرایطو ولاړ وتلو ته زمینه برابروي. موږ ډېر ښه پرمختګ درلود."

  • هند ته د زلمي خلیل‌زاد سفر

ښاغلي خلیل‌زاد لیکلي چې دی په یوه مخکې پلان شوي سفر هند ته روانېږي، څو د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ لپاره لا ډېره نړیواله اجماع ترلاسه شي.

نوموړي زیاته کړې چې په دوحه کې د سولې مذاکره کوونکي ټیمونه به د موافقې پر تخنیکي جزئیاتو او هغو اقداماتو او مېکانیزمونو بحث وکړي چې د یوه څلور ماده‌ایز تړون د موفقانه پلي کېدو لپاره اړین دي.

ښاغلی خلیل‌زاد وایي پر دغو جزئیاتو موافقه کول ضروري ده.

په دغه توافق کې؛

  • له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش؛
  • له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ لیدنه؛
  • او بالاخره یوه اوربند او سیاسي توافق ته رسېدل؛
  • او هم له افغانستان څخه د ترهګریزو فعالیتونو د نه‌کارولو تضمین؛

ځای شوي دي.

  • د اسلام‌اباد او نوې ډهلي ترمنځ کړکېچ

په همدې حال کې، د هند ولسمشر د دوشنبې په ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر ځانګړي اختیارات لغوه اعلان کړل چې دې کار د پاکستان سخته غصه راوپاروله.

سیاسي کتونکي د کشمیر پر سر د هند او پاکستان وروستۍ لانجې د افغانستان د سولې پر مذاکراتو بې‌اغیز نه‌بولي او هند ته د ښاغلي خلیل‌زاد سفر له همدې لانجو سره تړلی بولي.

د ناټو پخوانی سلاکار او د سیاسي چارو کتونکی محمد شفیق همدم

د ناټو پخوانی سلاکار او د سیاسي چارو کتونکی محمد شفیق همدم د افغانستان د سولې د خبرو په حساس پړاو کې ډهلي ته د ښاغلي خلیل‌زاد د سفر په اړه وویل:

"تشنج د هند او پاکستان ترمنځ ډېر شوی چې د دغو لانجو تأثیرات او اغېز مستقیماً د افغانستان په امنیت او مخصوصاً د سولې پر مذاکراتو باندې دی. نو زه فکر کوم که خلیل‌زاد هند ته تللی یو لامل‌یې دا دی چې په داسې حساسو شېبو کې وکولای شي چې د کشمیر په لانجه کې د امکان تر حده منځګړیتوب وکړي. نه مخامخ منځګړیتوب، بلکې ښایي له دواړو خواوو به وغواړي چې دا موضوع تر دې حده ونه‌رسېږي چې د افغانستان د سولې پر مذاکراتو اغېز ولري."

د افغانستان د سولې اتم پړاو خبرې د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له تېر دوبي راهیسې له طالبانو سره د سولې خبرې په دې هیله پیل کړي چې د افغانستان بحران له ډیپلوماتیکو لارو حل او ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.