عبدالله: که په کور دننه د سولې غږ پورته نه‌شي پړه یې پر بل نه‌شو اچولی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، که په کور دننه د سولې په اړه واحد غږ پورته نه‌شي، نو حق نه‌لرو چې د ملامتي پړه د بل چا پر غاړه واچوو.

عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ يې په کابل کې د سولې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل: " که موږ ونه توانېږو د افغانستان په داخل کې هغه څوک چې د سولې په اړه ۹۹ په سلو کې یو ډول فکر وکړي، د سولې غږ په واحد غږ بدل کړو، نو حق نه‌لرو چې ملامتي د بل چا پر غاړه واچوو، رښتیا هم همدا دی، که ووایي چې راځئ پلاوی دې خبرې وکړي، که شمېر یې۴۰۰ ته هم ورسېږي، موږ نه سره جوړیږو."

ښاغلي عبدالله وویل چې د سولې له رامنځته شوي فرصته باید ګټه واخېستل شي.

نوموړي همدا شان له طالبانو غوښتنه وکړه که سوله غواړي نو باید سراسري اوربند دې وکړي.

ښاغلی عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکي کې په قطر کې بین الافغاني ناسته هم جوړه شي.

افغان حکومت تمه ښودلې ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې پیل شي.

افغان ولسمشر تازه له «ټي.ار.ټي» شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې په دوو پړاوونو کې د سولې پر هوکړې ټینګار وکړ.

هغه وویل، هیله ‌مند دی چې ابتدايي توافق تر انتخاباتو مخکې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې وشي.

ورپسې به د نوموړي په وینا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې یوه جامع هوکړه کېږي او وروسته به عملي کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشر د حقونو پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، که په سوله کې د ټولو اتباعو حقونو خوندي نه‌شي، نو تل پاتې او سراسري سوله به نا ممکنه وي.

اغلې سمر په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په افغانستان کې باید له عادلانه سولې ملاتړ وشي.

په افغان حکومت کې دننه او د یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو او همدا شان سیاستوالو او مدني ټولنو ترمنځ د سولې په تړاو د اجماع نه رامنځته کېدل هغه څه دي چې د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو په وینا د سولې په وړاندې يې ستونزې رامنځته کړي دي.

د سیاسي چارو پوه حاجي سید داوود ازادي راډيو ته وویل، د حکومت د مشرانو ترمنځ ستونزې د دې لامل شوي څو د سولې په اړه کورنۍ اجماع رامنځته نه‌شي.

د سیاسي چارو پوه حاجي سید داوود

دی وايي: "له بده‌مرغه د ملي یووالي د حکومت مشران په‌دې لسو میاشتو کې په‌دې ونه توانېدل چې د سولې لپاره یو مذاکراتي ټیم جوړ کړي او کوم څه چې ډاکټر عبدالله وايي هغه خبرې دي چې ولس يې کوي، ماته ډېره جالبه دا ده چې بلاخره دا اجماع به رامنځته کوي څوک؟ ځکه د حکومت مشران خو دوی دی، دوی باید دغه کار وکړي."

یو شمېر شنونکي له حکومته غواړي چې باید د ولس له منځه د سولې د خبرو لپاره داسې یو مذاکراتي ټيم جوړ کړي، څو مقابلې ډلې ته هم د منلو وړ وي.