ارګ د حافظ سعید نیول کېدل ښه اقدام بولي، خو ډېر ناوخته ترسره شوی

حافظ سعید

د افغانستان جمهوري ریاست که څه هم د پاکستان له لوري د حافظ سعید نیول کېدل ښه اقدام بولي، خو وايي چې ډېر ناوخته ترسره شوی.

حافظ سعید د هغې وسله‌‌والې ډلې مشر چې د ځینو په باور په افغانستان او سیمه کې په ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس درلود او له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې ترینګلې کړې وې، د حافظ سعید نیول کېدل د افغانستان د حکومت له هرکلي سره مخامخ شوی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي رآډیو سره تمه وښوده چې پاکستان باید د ټولو هغه ترهګرو ډلو پر وړاندې صادقانه اقدام وکړي چې په پاکستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

دی وايي: "یوازې دا قدام بسنه نه‌کوي، تمه لرو چې پاکستان د هغه ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي چې په افغانستان کې ورانکاره فعالیتونه کوي او پاکستان کې خوندي ځایونه لري، دا اقدام ښه دی، خو نورو ډېرو اقداماتو ته هم اړتیا ده."

تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان وکړه چې د لشکر طیبه پخوانی مشرحافظ سعید یې نیولی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټويټر کې وليکلي چې د حافظ سعيد نیول کېدل، پر پاکستان د دوو کلونو د فشار نتيجه ده.

په حافظ سعید تورونه دي چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند په ممبي په یو ترهګریز برید کې لاس درلود چې په‌کې ۱۶۶ تنه ووژل شول.

په همدی حال افغان حکومت هم ویلي چې د لشکرطیبه په ګډون یو شمېر پاکستانۍ تروریستي ډلې په افغانستان کې په ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري.

د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په پاکستان باید فشار زیات شي چې حافظ سعید بېرته خوشې نه‌کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډيوته وویل: "د حافظ سعید په ګډون هر افراطي چې په پاکستان کې اوسېږي، په یو نه یو ډول یې افغانستان په چارو کې دخیل دی او د افراطي ډلو په تمویل، تجهیز او تنظیم کې رول لري، د دوی نیول به د افغانستان په روان ناوړه امنیتي وضعیت تاثیر واچوي."

حافظ سعید له دې وړاندې هم په پاکستان کې نیول شوی و، خو وروسته بېرته خوشی شوی و.

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د حکومت له لوري د حافظ سعید له نیول کېدو هرکلی کوي.

په همدې حال باورونه داسې دي چې د پاکستان صادقانه اقدامات د ترهګرۍ پر وړاندې کولای شي د افغانستان پر روانو حالاتو پیاوړی تاثیر ولري.